د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان باید د نړۍ له لویو ګټو سره لوبې و نه کړي'



ژباړه: بشیر ګواښ، مشال راډیو

سرچینه: ایکسپریس ټریبیون


له پاکستانه خپرېدونکې ايکسپريس ټریبيون ورځپاڼه ليکي په داسې حال کې چې پاکستان د پاکستاني طالبانو پر ضد جګړه کوي او په دې لار کې يې د پوځيانو وینې تویېږي، دوی د حقاني ډله چې په افغانستان کې وسله وال بريدونه کوي، له پامه غورځولې ده.

ورځپاڼه ليکي، د امريکا د دفاع وزير ليون پانيټا په دې وروستيو کې په کابل کې وويل چې پاکستان ته يې د حقاني ډلې له وجې صبر مخ په ختميدو دی.

هغه پر پاکستان ټينګار کړی چې په شمالي وزيرستان کې دې د حقاني ډلې پټنځايونه ختم کړي.

ايکسپريس ټریبيون ورځپاڼه ليکي په داسې حال کې چې امريکا له افغانستانه په ۲۰۱۴ کال کې خپل پوځيان وباسي، د حقاني ډلې د قوت له منځه وړل ورته اهميت لري.

بل خوا ته د ورځپاڼې په وينا، پاکستان ځکه د حقاني ډلې فعاله ساتل غواړي چې فکر کوي له افغانستانه د امريکايانو تر وتلو وروسته به يې د هندوستان د اثر پر ضد او د طالبانو په زور هلته خپل اغيز لپاره وکاروي.

په دې اداریه کې راغلي چې دا سم پلان نه دی ځکه چې د ورځپاڼې په وینا، په ۱۹۸۰ لسیزې او ۱۹۹۰مو کالونو کې هم پاکستان همدغسي يوه پالیسي خپله کړي وه.

ایکسپریس ټریبيون ليکي، د هغې غلطې پاليسۍ له وجې د افغانستان ملت تباه شو او په پاکستان کې هيروين، ټوپکونه او کډوال ډېر شول.

ایکسپريس ټريبيون ورځپاڼه په خپله اداريه کې ليکي د پاکستان دا خبره صحیح ده چې د حقاني ډلې خلاف د عملياتو لپاره پوره پوځيان نه لري ځکه چې په شمالي وزيرستان کې به جګړه اوږده او سخته وي خو د ورځپاڼې په وينا، ستونزه دا ده چې له پاکستان علاوه د نړۍ پاتې هيوادونه باور لري چې د استخباراتي ادارو په مرسته د حقاني ډله د پاکستاني پوځ د لاس دستانه (یا بله مانا، حقاني ډله او پاکستانی پوځ داسې تړلي دي لکه نوک او ورۍ) ده.

دا سوچ د پاکستان د سڼريټيجيکې غلطې پالیسۍ برخه ګڼل کېږي.

ايکسپريس ټریبيون ورځپاڼه ليکي د دې هرڅه نتيجه دا را ووځي چې پاکستان نه يوازې په افغانستان کې د سولې د رامنځته کېدو لپاره ستونزې جوړوي بلکې خپلې ګټې هم زيانمنوي ځکه چې دنيا د پاکستان په دې خبره چې بې ګناه دی، باور نه کوي.

ورځپاڼه زیاتوي، په افغانستان کې د هندوستان په مقابله کې د لږ اغېز تر لاسه کولو لپاره، پاکستان بايد د نړۍ له لويو ګټو سره لوبې ونه کړي.
XS
SM
MD
LG