د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا چارسده روډ، په بس کې چاودنې ۱۹ تنه ووژل


دا هغه بس دی چې له بمي چاودنې په کې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله واوښتله
دا هغه بس دی چې له بمي چاودنې په کې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله واوښتله


د پېښور په چارسده روډ د سرکاري ملازمینو په بس کې د بمي چاودنې په نتیجه کې ۱۹ کسان مړه او ۳۵ نور زخمیان شوي دي .

د مشال ریډیو خبریال وايي، دا پیښه په چارسده روډ د ګل بیلې په سیمه کې مخې ته راغلې ده. په بس کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د سیول سیکرټیریټ خواؤشا ۶۰ ملازمین سپاره وو.

د پيښور د ښاري پولیسو قوماندان شفیع الله خان، چې د پيښې په ځای کې يې رسنیو ته معلومات ورکول وویل، چې له شواهدو ښکاري، چې چاودیدونکي مواد له وړاندې په دغه موټر کې ځای پر ځای شوي وو چې دده په خبره شاوخوا اته کلوګرام پورې یې وزن لرلو او دا یو ټایم بم وو.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:57 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د لیډي ریډنګ او چارسدې روغتونونو ته ۱۹ مړي او ۳۵ زخمیان وړل شوي دي. ډاکټران وايي په زخمیانو کې د ډیرو طبعي وضع د اندیښنې وړ ده. ددغه هسپتال ویاند وايي،

( ليډي ریډینګ روغتون ته په راوړل شویو دویشت تنو کې یوولسو يې ساه ورکړې، چې شپږ يې میرمنې او یو پکې ماشوم دی، په ټپیانو کې د پينځو تنو روغتیايي حالت ډیر خراب دی خو نه شو ویلی چې بچ به شي که نه)

د ګل آباد حسن خیلو یوه عیني شاهد خان له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل ،” زه له پردوسه بس ته وختلم او خپل کلي ته تلم چې کله بس له ګل بیلې اوښتی نو یو ډز شو، بیا ځان نه یم پوی شو، او زه خپله یو چا په یوه الټو موټر کې روغتون ته راورسولم. زه خپله سرکاري ملازم نه یم خو په بس کې ملازمین هم سپاره وو. ٬٬

د تنګۍ یو بل تن جمیل افضل چې د پېښور د دماغي ناروغو په هسپتال کې ملازم دی له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل،” زه د چرګانوچوک نه د هري چند دغه بس ته راوختلم، نو غوښت مې چې په عمرزو کې به ترې کوز شوم، ما ویې ځه د جمعې ورځ ده لمونځ به هم دلته وکړې خو څنګه چې ګل بیلې ته رورسېد سترګې مې ورغلی وې ډېر ساعت نه وو تېر چې یو درز شو. بیا په ځان نه یم پوه شوی یم. او ټپي شوی وم.

دیو بل بس ډرایور چې د پېښې له ځای سره ولاړ وو له مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل چې د بس ډرایور دومره تکړه او ځیرک سړی وو چې کله دهماکه وشوه نو د بس بریکونو کار پرېښود خو هغه دومره په همت او کمال بس یوې ډډې ته ودرولو چې پر چت ناستو سواریانو ته تاوان ونه رسېږي. دی زیاتوي چې د بس ډرایور او یو کنډکټر روغ رمټ دي خو هغه بل کنډکټر چې له سواریانو یې پیسې راټولولې، د هغه پته نه لګېږي، شناختي کارډ یې ملاو شوی دی په چرو لګېدلی دی خو د هغه درک نشته. دی زیاتوي چې د بس ډرایور دومره تکړه او ځیرک سړی وو چې کله دهماکه وشوه نو د بس بریکونو کار پرېښود خو هغه دومره په همت او کمال بس یوې ډډې ته ودرولو چې پر چت ناستو سواریانو ته تاوان ونه رسېږي.


د بمي چاودنې ټپي روغون ته وړل کېږي
د بمي چاودنې ټپي روغون ته وړل کېږي
زما نوم جاوید دی، د چاودنې ځای ته څیرمه مې کور دی، د جومات په وره کې ولاړ وم چې د زورورې چاودنې غږ مې واورید، دا چې موټر ته ډیر نژدې وم نو سمدستي ور ورسیدم خو له بده مرغه داسې څه مې ولیدل چې اوس هم ګنګس یم. یوه ماشوم چې دواړه پښې يې پرې شوې وې ډیرې چيغې وهلې، بلخوا څو تنه زنانه په ډیر بد حالت کې پرتې وې)

د پيښور په سول سکرټریټ کې د بیلابیلو وزارتونو چارواکي کار کوي او یواځې د ټيټې رتبې هغه يې په بسونو کې تګ راتګ کوي.

تر اوسه لا چا د دې چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو د خیبر پښتونخوا د صوبايي حکومت ویاند او د اطلاعاتو وزیر میاء افتخارحسین له رسنیو سره په خبرو کې سخت دریځې وسلې والې ډلې په دې پيښه کې په لاس لرلو تورنې کړې.

په تیرو څو کلونو کې په پيښور او شاوخوا سیمو کې پر ملکي او سرکاري تنصیباتو او نورو ځایونو په سلګونو ورته چاودنې او ځانمرګي بریدونه شوي، چې تر ډيره يې پاکستاني طالبانو مسوولیت منلی او هر ځل يې د نورو ورته بریدونو ګواښ هم کړی.

خو دغې ډلې لا تر دې دمه ددې پيښې په باب څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG