د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا په چارسده کې چاودنې ۱۹ وژلي ګڼ ژوبل




د پېښور په چارسده روډ د سرکاري ملازمینو په بس کې د بمي چاودنې په نتیجه کې ۱۹ کسان مړه او ۳۵ نور زخمیان شوي دي .

د مشال ریډیو خبریال وايي، دا پیښه په چارسده روډ د ګل بیلې په سیمه کې مخې ته راغلې ده. په بس کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د سیول سیکرټیریټ خواؤشا ۶۰ ملازمین سواره وو.

د لیډي ریډنګ او چارسدې روغتونونو ته ۱۹ مړي او ۳۵ زخمیان وړل شوي دي. ډاکټران وايي په زخمیانو کې د ډیرو طبعي وضع د اندیښنې وړ ده.

پولس وايي د پیښې په اړه يي پلټنې پیل کړي دي. او لا تر دې دمه يي دا سپیناوی نه دی کړی چې بمي برید چا ، څنګه او ولې کړی دی .

تر اوسه چا ددې پیښې پړه نه ده منلې، خو سرکاري چارواکي او د امنیتي ادارو غړي اکثره ددغه ډول بریدونو ذمه واري د وسله والو طالبانو په غاړه اچوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG