د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ولسي افغانانو وژنه نه شو زغملای. کرزی


افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزی


د افغانستان په خیتز کې د ناټو په بمباري کی د عامو خلکو د وژنی له رپوټونو وروسته افغان ولسمشر حامد کرزي چين ته خپله سرکاری دوره رالنډه کړه.


کرزي ویلي دی چی په چارشنبه په لوګر ولايت کی هوایي بمبار ۱۸ ولسي کسان وژلي چې دده په خبره دغه ډول ولسي مرګ ژوبلې ورته هیڅ د منلو وړ نه دي.


د حامد کرزي بيان له هغه ورسته راغلی چې د امريکا د دفاع وزير ليون پانيټا په یو ناڅاپی دوره نن کابل ته رسیدلی دی.

پانيټا ويلي دي ترڅو چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې ترهګر پټنځایونه لري نو تر هغو په افغانستان کې استحکام او ثبات تر لاسه کول ډېر ستونزمن دی.


هغه زياته کړه چي د ترهګرو پر ضد د پاکستان لخوا د فيصله کن عملياتو نه کولو له وجي اوس د امريکا زغم وروستي حد ته رسیدلی دی.

افغانستان ته د پانیټا تر سفر یوه ورځ وړاندې د کندهار ښار په یو بازار کې دوو پر له پسې حانرګو بریدونو څه نا څه ۲۰ تنه عادي افغانان ووژل او ۵۰ نور یې ژوبل کړل.
XS
SM
MD
LG