د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان قبایلي ولس د انساني ډهال په توګه کاروي



مجید بابر - مشال راډيو

پراګ:- د خيبر قباييلي سيمې هغه بې کوره شوي خلک چې دا مهال د جلوزو د کډوالو په کېمپ کې ژوند کوي، وايي له کله چې په تيرا او لرې پرتو سیمو کې د وسله والو طالبانو پر ضد د پاکستان پوځ عمليات پيل کړي دي، نو په دغو سیمو کې ميشت وسله وال طالبان دوی خپلو سیمو پریښودو ته نه پريږدی.

په جلوزو کېمپ کې ميشت ملا خيل اپريدی وايي چې په تيراه کی يو شمیر خلک په دې هڅو دي چې خپلي سيمی پریږدي او خوندي سیمو لکه پيښور او نورو سیمو ته کډې وکړې خو په تيرا کې وسله وال طالبان دوی دغو سیمو نه کډی کولو ته نه پريږدی. او په تيراه کې د وسله والو ډلو سره اړه لرونکي خلک ځايي خلکو ته وايي چې د سیمي نه کډه کولو ته هيڅ ضرورت نشته. او چې څوک د هغوی خبره نه مني نو بېا پری فشار اچوی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره هغه بې کوره شوو خلکو ته هم خوراکي مواد او نور د ژوند تيرولو توکي ورکوي چې د کډوالو په کېمپونو کې ژوند نه کول غواړی. د تيرا يو اوسیدونکی عبدالباز وايي چې دی د راشن اخیستو لپاره له خپلي سيمې جلوزو کېمپ ته راغلي دي خو زياتوي چې دغه خوراکي مواد دوی تيرا ته د وسله والو طالبانو له ويرې نه شي وړاﺉ. او چې کله د امدادي ادارو لخوا دوی ته ورکړل شوي مواد تيرا ته يوسي نو هلته یې وسله وال ترې واخلي او اور ورته کړي.
په جلوزو کېمپ کی ميشته د باړې اوسیدونکې سید جماله بې بې وايي چې په باړه کې ورته ژوند کول ګران وو. دا زیاتوي چې يو خوا طالبانو به دوی وهل او ټکول او بل خوا د دوی په کورونو به د پاکستان پو ځ هم بمباري کوله.


د قباييلي سيمو لپاره د امنيت پخوانی مشر او د دفاعي چارو کارپوه بېرګيډير محمود شاه وايي چې څنګه څنګه د پاکستان پوځ په قباييلي سيمو کی د وسله والو پر ضد خپل تيکتيکونه وخت په وخت بدلوي نو هم دا ډول وسله وال طالبان هم خپل جنګی چلونه بدلوي، او زياتوي چې اوس چونکی د وسله والو طالبانو زور په کميدو دی نو ځکه هغوی اوس عام ولس د انساني ډهال په توګه کاروی او عام خلک خپلو سیمو پريښودو ته نه پريږدي.

محمود شاه زياتوي چې دا کار په لومړي ځل په باجوړ قبايلي سيمه کې مولوي فقير محمد شروع کړی وو او اوس په خيبر قبايلی سيمه کی دا کار وسله واله ډله لشکر اسلام کوي.
د پاکستان د بشری حقونو د کميشن يو مشر شیرمحمد خان وايی چې د ملګرو ملتونو د چارټر له مخې په وسله واله شخړه کې ښکېلو ټولو خواؤ باندې دا لازمه ده چې د عام ولس د خوندي ساتلو لپاره حتی الوسعي کوښښ وکړي. او دوی ته په ازاده توګه د تګ راتګ لپاره اسانتياوې ورکړي.

د قباييلي سيمو لپاره د آفتونو د نظم د ادارې د وينا تر مخه دا مهال د خيبر قباييلي سيمې څه باندې ۵۵ زره کورنۍ بې کوره شوېدي خو اوس هم په زرګونه خلک د يادې سیمې په لرې پرتو هاغو کې میشت دي او دې ته ليواله دي چې څنګه خوندي سیمو ته کډي وکړي.
XS
SM
MD
LG