د افغانستان د تخار ولايت چارواکې وايي چې د ښوونځيو نجونو ته يې د زهرو ورکولو په تور ۸ مشکوک کسان نيولي دي.
چارواکو د نهي په ورځ مشال راډيو ته وويل چې لومړنۍ پلټنې څرګندوي چې د نيول شوو مشکوکه کسانو تعلق له وسله والو طالبانو او د ازبکستان له وسله وال اسلامي تحريک سره دی.
د تخار روغتيايي چارواکو وړاندې ويلي وو چې څه باندي ۸۰۰ د ښوونځيو نجونې د زهرجنو موادو خوړلو له امله مسموم شوي وې.