د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د نېټو د لارو له تړلو څه ترلاسه کړل؟




بوریوال کاکړ ، مشال راډیو
پراګ:نېټو له فغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو پر وخت هلته د هغوی د موجودو پوځي سامانونو د وړلو لپاره د منځنۍ اسیا له درو هیوادونو سره تړون ته رسېدلې ده. نېټو وار له مخه له روس سره داسې تړون کړی دی چې کله بهرني ځواکونه د روان کال په پای کې له افغانستانه د وتلو لړۍ پيل کړي نو به نېټو د دې جوګه وي چې د خپلو موټرو او کنټېنرو په ګډون په سلګونه زره ټنه پوځي سامانونه له روس څخه د سمندر له لارې بيرته اروپا ته ورسوي.

د نېټو مشر اندرې فوغ راسموسین د دوشنبې په ورځ د بیلجیم په پلازمېنه برسلز کې وویل چې دوی له افغانستانه د وتلو لپاره د منځنۍ اسیا له درو هیوادونو ازبکستان ، کرغزستان او قزاقستان سره تړون ته رسېدلي دي.

اندرې فوغ راسموسین وویل چې دا به دوي ته یو شمېر نوې لارې پرانیزي. هغه وویل ( موږ له افغانستانه د بیرته تللو د مهال وېش په اړه د منځنۍ اسیا له درو ملګرو سره تړونونو ته رسېدلي یو. قزاقستان ، کرغزستان او ازبکستان. دا تړونونه به موږ ته یو شمېر نورې لارې او د یو داسې پیاوړی او لچکدار ټرانسپورټي جال (نیټ ورک) پرانیزي چې موږ ورته اړتیا لرو ).

د نېټو دا پرېکړه په پاکستان کې د موجود هغه فکر برعکس مخې ته راغله چې ګواکې امریکا او نېټو له افغانستانه د وتلو لپاره پاکستان ته مجبور دی.

په اسلام اباد کې د سیاسي چارو کارپوه حسن عسکري هم وايي چې د پاکستان د ځینو مذهبي او ښي اړخو سیاسي ګوندونو هغه ادعاوې غلطې شوې چې امریکا به پاکستان ته د نېټو د لارو د پرانستلو لپاره زارۍ وکړي.

حسن عسکري وویل پاکستان ته له خپله ضده کومه ګټه ونه رسېده ( د پاکستان خیال دا وو چې غالباً له هغوی سره به بله متبادله لاره نه وي. په خاصه توګه زموږ مذهبي کړۍ ښي لاسې سیاسي کړیو به ویل او په باقاعده توګه به د پاکستان په اردو ورځپاڼو کې راتلل چې امریکایان به ستاسو پر پښو پرېوزي او هغوی به له لوږې مړه شي. نو زما په خیال انسان نړیوالې اړیکي د جذباتو پر اساس نه بلکه د حقایقو پر اساس کوي او اړیکي پر خپلمنځیو همکاریو کیږي ).

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د نېټو د لارو د تړلو او بیا نه پرانستلو له کبله د پاکستان پر نړیوالو سفارتي اړیکو هم اغېزه شوې ده او که نه؟ نو حسن عسکري وویل، د پاکستان غوندې ملکونه د دې توان نه لري چې په نړیواله کچه ګوښه کړل شي. ( پاکستان ته په سفارتي کچه دا زیان رسېدلی دی چې اوس اروپايي هیوادنه هم له پاکستان سره د راکړې ورکړې په اړه محتاط شوي دي. ځکه چې یوازې د امریکا ځواکونه نه دي ، د ډېرو هیوداونو او تر ټولو زیات ځواکونه د اروپايي هیوادونو دي. پاکستان ته د نړیوالې مرستې او ملاتړ اړتیا ده ، او یوازېتوب د پاکستان په شان ملک نه شي ګاللای. هغه د هیڅ یوه چا نه ده خو د پاکستان بیخي نه ده. موږ ته په کار ده چې د نړیوالې ټولنې د برخې په توګه پاتې شو ).

د نېټو او منځۍ اسیا د هیوادونو ترمنځ دا تړون د سیاست تر څنګ د پاکستان له اقتصادي حالت سره هم تړلی دی. هغه ځکه چې نېټو به له افغانستانه د وتلو لپاره د پاکستان لاره کاروله.

په اسلام اباد کې مېشت د اقتصادي چارو کارپوه اکرام هوتي وايي ، د نېټو دې تړون په پاکستان کې د ټېنکرو مالکان او له هغوی سره کارکوونکي ډېر اغېزمن کړي دي.

هغه وویل چې د ټېنکرونو مالکانو خپل ټېنکرونه په نیمه او یا تر نیمه هم په کمه بیه خرڅ کړي دي. که یو کال وي او که دوه ، هغوی خو دا تاوان نه شي پوره کولای. مزدوران چې کوم ورسره وو د هغوی کار خراب شوی دی. که چیري یو څه موده پرانستل شوه نو هغوی ته به یې څه ګټه وي خو نور یې پاکستان ته څه ګټه نشته.

اکرام هوتي زیاته کړه چې موږ ټول په پاکستان کې دا وایو چې د پاکستان تاوان وشو. د پاکستان نه مخکې ګټه وه او نه یې اوس شته. ولې چې دوی موږ ته حال نه وايي چې څومره پېسې یې واخیستې او چیرته ولاړې. نو دا خو د پاکستان نه بلکې د یو څو جرنېلانو ګټه شوه.

پاکستان په افغانستان کې د نېټو د ځواکونو لپاره د سامان وړنې لارې له هغه وورسته وتړلې چې پروسږ کال د نومبر پر شپږ ویشتمه نېټه د مومندو په قبایلي سیمه کې د نېټو په یوه هوايي برید کې د پاکستان څلرویشت عسکر ووژل شو.
XS
SM
MD
LG