د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان-امریکا اړیکي: پر ترهګرۍ ضد جګړې اغېز



پامیر ساحل، مشال راډیو

پراګ -
په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد یوه عدالت د جون پر دویمه نېټه څلور هغه کسان خوشې کړل چې د امریکا نیویارک په ټایمز څلور لارې کې د بمي حملې له چل جوړوونکي فیصل شهزاد سره د تړاو په تور نیول شوي ول.

فیصل شهزاد د موټر بم حملې چل په ۲۰۱۰ز کال کې جوړ کړی وو.

نیو یارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، پاکستاني عدالت چې څلور کسان خوشې کړل پر هغوی له فیصل شهزاد سره د مالي او لوژیستیکي مرستو تور وو.

د ورځپاڼې په خبره، په ۲۰۱۰ز کال کې د نومبر په میاشت کې په دې څلورو کې درې په رسمي توګه تورن شوي هم ول خو دوی له خپلو تورونو انکار کاوه.

له دې پرته په پاکستان کې یوه عدالت ورځې مخکې ډاکتر شکیل اپریدي ته د ۳۳ کالونو د قید سزا اورولې وه چې په اېبټ اباد کې یې د اسامه بن لادن د موجودګۍ په اړه امریکا ته مالومات ورکړي ول.

د عدالت د دې ګام په بدل کې امریکا پر پاکستان د ۳۳ میلیونه ډالرو مرستې بندې کړې.

دې ټولو پېښو ته په کتو سره پوښتنه دا پیدا کېږي چې د واشنګټن و اسلام اباد خراب اړیکي د ترهګرۍ ضد پر جګړې څه اثر غورځوي؟


رپورټ په غږیزه بڼه دلته واورئ:

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:03 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

زیات اثر شوی

په پاکستان کې د دفاعي و سیاسي چارو کار پوه او د پاکستاني پوځ پخوانی برېګېډیر اسد منیر وايي، د سلالې پېښې د پاکستان و امریکا اړیکي ور ختم کړل او د ترهګرۍ ضد پر جګړې ډېر اثر شوی دی.

په پېښور پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو د څانګې مشر پوهاند ډاکتر اعجاز خان وايي، د شیکاګو تر غونډې مخکې هیلې وې چې اړیکي به ښه شي خو دا پسې نور وران شول.

ډاکتر اعجاز خان وايي، د دواړو هیوادونو دې خرابو اړیکو د ترهګرۍ ضد جګړې ته تاوان رسولی دی او لامل یې دا دی چې د پاکستان فکر دا وو چې تر ۲۰۱۴ز کال وروسته چې امریکا له افغانستانه ووځي نو دوی ته به یې ډېر ضرورت وي او د دوی په خوښه به هر څه وکړي.

ډاکتر اعجاز خان وايي، داسې ونشو او امریکا ګرانه لار خپله کړه.


مسله د حکومت و عدالتي نظام ده

د امریکا په نیو یارک پوسټ ورځپاڼه کې د دې څلورو کسانو د خوشې کولو فیصلې په اړه لیکل شوي چې دا د امریکا د ترهګرۍ ضد د هڅو د ماتولو حیثیت لري.

په ورځپاڼه کې راغلي، له دې کار سره پاکستان د ترهګرۍ ضد پر هڅو ګوزار کړی دی.

ډاکتر اعجاز وايي، دا خو د عدالت فیصله وه، خو ذمه واري د حکومت ده چې ثبوتونه پیدا کړي.

د دفاعي و سیاسي چارو کار پوه برېګېډير اسد منیر هم دا نظر لري چې په پاکستان کې په داسې پېښو کې مسله د ثبوتونو او عدالتي نظام ده او داسې فیصلې د هیوادونو تر منځ پر اړیکو او همکاریو اثر لري.


د کینسر درملنه په ډیسپرین ګولیو

د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر او د پاکستان د سینېټ غړی افراسیاب خټک دا مني چې په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد قانون نشته نو ځکه داسې پېښې کېږي.

افراسیاب خټک وايي، په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد یو قانون په ۱۹۹۷ کې جوړ شوی وو او هغه اوس داسې دی لکه یو کس چې د ((کینسر [رنځ درملنه] د ډیسپرین په ګولیو)) کوي.


پاکستان باید په شمالي وزیرستان کې عملیات وکړي

اسد منیر وايي، کېدای شي چې حکومت او پوځ دواړه اوس غواړي چې په افغانستان کې د ناټو پوځیانو له پاره له خپلې خاورې لارې خلاصې کړي خو د ده په خبره مسله اوس د ولس د نظر ده.

دی وايي، اوس هم د پاکستان پر حکومت دا فشار دی چې دا د ((امریکا غلامي کوي.))

اسد منیر وايي، د واشنګټن او اسلام اباد اړیکي باید ښه شي ځکه چې پاکستان اړتیا لري چې په شمالي وزیرستان کې عملیات وکړي.

دی زیاتوي، تر ۲۰۱۴ز کال وروسته به د پاکستان له پاره دا ډېره ګرانه شي چې د ترهګرۍ ضد سم عملیات وکړي.

د اعجاز خټک په وینا، دی نه ویني چې د امریکا و پاکستان اړیکي دې ژر ښه شي او د چارو کار پوهان نظر لري چې دا د ترهګرۍ ضد جګړې ته ډېر تاوان رسولای شي.
XS
SM
MD
LG