د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا و پاکستان بې باوره ملګري




ژباړه:- فرخنده وزیر – مشال راډيو

رویټرز خبري اژانس لیکي، د تیر څه باندې یو کال راهیسې د پاکستان امریکا تر مینځ بې باوري زیاته شوې ده، او په دغه هیواد کې د اوسامه بن لادن د وژل کیدو وروستو امریکایې چارواکي د پاکستان کوششونو ته د شک په سترګه ګوري.

په رویټرز خبري اژانس کې ماییکل ګارجی لیکي، څنګ چې پاکستان هغه ډاکټر ته د بند سزه اورولې ، چې د سي ای اې سره یې د القاعده د مشر اوسامه بن لادن په مالومولو کې مرسته کړې وه، د هغې وروستو د دغه هیواد د امریکا سره اړیکې نورې هم د تاو تریخوالي سره مخامخ شوې دي.

لیکوال وایې، په اسلام اباد کې په یو پروګرام کې ورته یوې تعلیم یافته ښځې وویل، دوی داسې فکر کوي، چې امریکا سره د ترهګرۍ ضد مبارزې کې ورته زیات نقصانونه رسیدلی دي. په پاکستان کې زیاتره خلک داسې فکر کوي، چې د امریکا سره د ترهګرۍ ضد جګړه کې دغه هیواد یوازې بیلات کړی، که څه هم امریکا د پاکستان سره په اربونو ډالره مرسته کړې.

رویټرز وایې، د می په دویمه نیټه په پاکستان کې د القاعده د مشر اوسامه بن لادن د وژل کیدو وروستو د دواړو هیوادونو تر مینځ بې باوري زیاته شوه، امریکا د بن لادن د وژلو پلان د پاکستاني چارواکیو نه هم پټ وساتو ، چې دا د دغه هیواد د پوځ لپاره یوه د شرم خبره وه. او له دغې وروستو په دې اړه هم شکونه زیات شول، چې د پاکستان پوځ ترهګر پالي.

امریکایې چارواکي دا هم وایې، باید ډاکټر شکیل اپریدی د یو اتل په توګه یاد کړل شي، چې د بن لادن په وژلو کې یې د دوی سره مرسته کړې، خو پر ځای ددې پاکستان دغه ډاکټر ته د درې دیرشو کالو قید سزه واوروله .

اخوا پاکستاني چارواکي وایې، دوی ډاکټر شکیل ته د غدارۍ په تور ځکه سزا اورولې، چې په پټه یې د سي ای اې سره اړیکې وې، او ددې تر څنګ یې د یو ناقانونه ګرځول شوي تنظیم سره هم تړاو وو.

له دې وروستو واشنګټن اسلام اباد ته یو سخت وخت ورکړی، چې د وړاندې نه د توانایۍ د بحران، درغلۍ، او د یو شمیرر نورو کورنیو مسلو سره مخامخ دی.

د امریکا لپاره د پاکستان پخوانۍ سفیره ډاکټر ملیحه لودي وایې، د سلله دپیښې وروستو د دواړو هیوادونو تعلقات خراب راروان دي، او د دواړو هیوادونو ولسونه د یو بل په اړه منفې رایې لري، چې له دې څرګندیږي، تعلقات یې څومره بې باوره او خراب دي.

لیکوال په کراچۍ کې د یو دکاندار محمد عمران له خولې لیکي چې وایې، د دوی په کورونو کې همیشه د مشر ورور خبره اخرې وي، او که چیرې کشر تنګول کوي، نو مشر ورله په مخ یوه سپړه ورکړي ، چې سم شه، او امریکا په کور کې د مشر ورور او یا د پلار غوندې ده، او تاسو ولیدل ، چې ریمنډ ډیوس ته چا څه وویل.

لیکوال وایې، د ۹/۱۱ د پیښې وروستو پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکا مرسته خو وکړه، خو ورسره پرې داسې تورونه دي، چې هغه ترهګر یې هم وپالل، چې په افغانستان کې امنیت پرځای کول نه غواړي. او دا هغه وجه ده، چې امریکا د پاکستان هڅو ته د شک په سترګه ګوري.
XS
SM
MD
LG