د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر ګاګرې یو کنډکپر سکول


د خیبر ایجنسۍ د لنډی کوتل تحصیل د ګاګرې یو کنډکپر سرکاري پرایمري سکول چې زدکونکي یې په سخته ګرمي کې زدکړې حاصلوي
د خیبر ایجنسۍ د لنډی کوتل تحصیل د ګاګرې یو کنډکپر سرکاري پرایمري سکول چې زدکونکي یې په سخته ګرمي کې زدکړې حاصلوي


فرهاد شینواری – مشال راډيو خیبر ایجنسۍ

د خیبر ایجنسۍ د لنډی کوتل تحصیل د ګاګرې د یوه سرکاري پرایمري سکول زده کونکی او استازان وايي چې د دې سکول کوټې له تیرې ډیرې مودې راهیسې ورستې شوې دي، نه يي چاردیواري شته او نه فرشونه او د ځینو کوټو چتونه يي هم نشته.

په ورستو دیوالونو يي د بجلۍ شلیدلي تارونه ځوړند دي،او د ښوونځي زدکونکي ماشومان يي د یوې کیږدۍ (خیمې) تر چت لاندې په سخته ګرمۍ کې په خړو خاورو ناست زده کړې کوي.


د دوی په وینا په دې سکول کې د آسانتیاو نشتوالي له یو شمیر ستونځو سره مخامخ کړي دي.

د ګاګرې سرکاري پرایمری سکول د دریم جمات یو زده کونکۍ ذکریا مشال ریډیو ته وايي چې(( موږ په خاورو کې ناست یو، سخته ګرمي مو کیږی، نه مو کرسۍ شته، او نه نور څه، بس چې دغه کوټې راته جوړې کړي، ښه به وي))

ددغه سکول یو بل زده کونکۍ طاهرالله وايي چې (( موږ ته د اوبو او بجلۍ تکلیف دۍ، فرشونه نه لرو، زموږ سکول دې راته جوړ کړل شي))

د ګاګرې سرکاری پرایمری سکول یو مشر استاز رومال اپریدۍ وايي چې(( د دې سکول چار دیواری جوړول ډیر مهم دی دا ځکه چې دې سکول ته څاروي ځی راځی،کړکۍ او دروازې يي هم ماتې شوېدي، کله چې باران یا سخته ګرمي وي نو بس د وخت نه مخکې مو چټي کړي))

د لنډي کوتل ددغه سرکاری سکول د خراب حالت او د زده کونکو د ستونځو په باب د خیبر سیمې د تعلیم محکمې مشر آفیسر محمد آشرف له مشال راډيو سره په خپلو خبرو کې وویل، (( دغه سکول به موږ په راروان کالني ترقیاتی پروګرام (اي ډي پي) کې شامل کړو، چې مکمل جوړ شی،او د مشال ریډیو په نشاندهي به ورته پوره پام وکړو،په دستی توګه به ورته دوه خیمې هم ورکړو او چې نور څه ممکن وي نو هم به يي ورورسوو، دا سکول به فعاله وو او د ځايي زده کونکو او استاذانو ستونځې به پکې حل کوو))
XS
SM
MD
LG