د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو لاریو سالنګ کې ټرافیکي ستونزې جوړې کړي


سرچینه : نیو یارک ټایمز
ژباړه : ملیحه امیر ذاده


نیو یارک ټایمز ورځپاڼې د پاکستان لخوا د نیټو ځواکونو په وړاندې د سامان د رسد لارې تړل کیدلو وروسته په سالنګ دره په سامان وړلو کې ستونزې په ګوته کړي دي. ورځپاڼه ليکي اوس د سامان وړلو دغه یواځينۍ لاره باندې ډېر ټرکونه او ټینکرې ولاړي وي چې له امله یې د ټریفیک ستونزه جوړه شوې ده.

نیو یارک ټایمز ورځپاڼه ليکي د پاکستان لخوا د نیټو ځواکونو په وړاندې د سامان د رسد لاری تړلو وروسته د هندو کش په سیمه کې په سالنګ دره په زرګونو ټرکونه په انتظار ولاړ دي څو د تېریدلو وار یې راشي.

دغه دره چې یو نیم میله اوږده ده، د منځني اسیا نه شمالي برخې ته د نیټو سامان وړلو لپاره یواځینۍ لاره ده، چې زیات ټریفیک پرې تیرېدلې شي.

ورځپاڼه ليکي داسې نورې خاورینې لارې شته خو یواځې پرې ګاډي په یو اړخ تېرېدای شي خو هغه د دې لاری په مقابله کې په نورو هم لوړو غرئیزو سیمو کې دي او یا پرې اکثره یاغیان او ډاکوان پټې حملې کوي.

د ورځپاڼې په خبره، دغه دره چې د پاکستاني بایکاټ له امله پرې اوس دوه چنده ټرکونه تېریږي، هره ورځ د ټریفیک د مسئلې سره مخامخ وي.

نیو یارک ټایمز لیکي په دغه سورنګ کې بجلي کار نه کوي، او نصب شوې کیمرې هم خرابې دي. د سورنګ د پاسه چت را څاڅي، چې له امله یی سړک مات شوی دی. او په سورنګ کې دننه ډېر زیات کاربن مو نو آکسایډ ګیس جمع شوی دی. چارواکي اوس د پمپونو له لارې سورنګ ته د آکسیجن رسولو خبره کوي.

ورځپاڼه لیکي د سورنګ په لاره کې دومره ژورې کندړې شوي دي چې له امله یی ټرکونه اوړي. تېره هفته هم د نیټو لپاره تیل وړونکی یو ټانکر اوړیدلې و.

د ورځپاڼې په خبره په سړک د زیات ټریفک له وجې د سفر وخت زیات شوې دې، مخکې به چې له کابله هیراتان ته سفر یوه ورځ اخیسته ، د ډرایورانو په خبره اوس ټرکونه د اته نه واخله لس ورځې اخلي چې دغه سفر وکړي، او یو ګاډې دوه ورځې اخلي.

ورځپاڼه ليکي پاکستاني لارې چې زیات ښه سړکونه لري او فاصله کې لنډې دي ، د نیټو په هوایی بمبارۍ کې 24 پاکستاني پوځيان د وژل کېدلو وروسته تېر کال د نومبر په میاشت کې وتړل شوې.

خو اوس یی د زرګونو ډالرو په غوښتنه رضا ښودلې چې بیا یی خلاصې کړي. چې مخکې به یی یواځې 250 ډالره اخیستې، چې امریکا ورسره نه ده منلې.

ورځپاڼه ليکي په سالنګ دره مخکې هم بدې پيښې مخې ته راغلي دي چې دوه کاله مخکې د سورنګ خولې ته د واورې ګټان راپریوتلو له امله څلور شپيته کسان مړه شوي ول. جنرل رجب وایی د دې لارو استعمال سم نه دې ځکه چې پکې ډېرې ستونزې دي.
ورځپاڼه د ایساف د یو ویاند د خولې ليکي د لاجسټيکي لارو په اړه معلومات نه شي په ډاګه کولې، د جنرال رجب په خبره یوه بله متبادل لاره د غرب په لور د شیبر دره ده، خو د هغې لپاره دا ضروري ده چې د دغه لارې امنیتي وضع ښه کړل شي .

XS
SM
MD
LG