د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم - جلال اباد پر سړک پر بهرنیو سرتېرو برید شوی


د افغانستان په ننګرهار کې پر بهرنیو سرتېرو ځانمرګی برید شوی دی.

د چارواکو په خبره، حمله د تورخم – جلال اباد پر سړک د بهرنیو پوځیانو پر کاروان شوې ده.

د ننګرهار والي ویاند، احمد ضیا عبدالزی وايي، دا حمله د شنبې پر سهار شا و خوا ۱۱ بجې امان الله خان ښارګوټي ته څېرمه د یوه وړوکي موټر په وسیله شوې ده.

عبدالزی وايي، په دې برید کې یوازې برید ګر وژل شوی دی او نور څه زیان په کې نه دی شوی.

د برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG