د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام په باب باید نور زغم ونه کړل شي



ژباړه:- احمد شاه

امريکايي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ پخپله اداريه کې د شام په اړه د امريکا پر تګلاره ليکي چې وايي، د اوبامه انتظاميه ته پکار ده چې نور له زغم څخه کار وانخلي او په شام کې د ولسي وګړو د مخنيوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.


واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکي، په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيره سوزان رايس دشام د اوسني ناکراره وضعيت په اړه وايي چې دا به درې نتېجې ورکړي. لومړی دا چې د کوفي عنان په مشرۍ کې به د ملګرو ملتونو لخوا سفارتي هڅه کاميابه شي خو حالات داسي نه ښکاري. دوهم دا چې روس به د شام د مشر بشار الاسد پر رژيم د د ملګرو ملتونو لخوا د فشار ملاتړ وکړي خو د سوزان رايس په خبره دا کار هم نه دی شوی. د نوموړې په خبره دريمه نتيجه دا کېدای شي چې تشدد مخ په زياتېدو دی، شخړه لا پسې لوييږي او دا هر څه دومره زيات شوي چې د سيمي هيوادونه يې تر اغېز لاندي راوستي دي او بل دا چې وضعې فرقه ايزه بڼه اخلي چې له کبله به يې نه يوازي په شام بلکې په سيمه کې لوی بحران رامنځ ته شي.

ورځپاڼه زياتوي چې د شام د اوسني وضعيت په اړه ولي يوازي درې ممکنه نتيجې ښودل کيږي؟ همدا ډول د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هېلري کلنټن ويلي و چې داسي حالت نه دی راغلی چې امريکا عمليات وکړي. ورځپاڼه ليکي، چې اوباما انتظاميه خپل ځان بې وسه او د بشار الاسد او روسي ولسمشر ولادمير پوټین پر رحم وکرم ښکاره کوي. ورځپاڼه پوښتنه راپورته کوي که چيري اسد د خپلو خلګو وژنه بنده نکړي او پوټین د ملګرو ملتونو ملاتړ ونکړي نو بيا به سوزان رايس دا د نړۍ په يوه حساسه سيمه کې يو تود سيمه ايز جنګ وبولي.

ورځپاڼه ليکي، په حقيقت کې داسي ګامونه پورته کول کېدای شي چې د دې توند اور مخه ونيول شي. لومړی کار دا کېدای شي چې د ترکي يا اردن له پولې سره دې يو آرامه سيمه جوړه کړل شي او هلته ايتلافياتو ته ځای ورکړل شي چيري چې اوس هم په زرګونو شامي کډوال استوګن دي. دا به داسي سيمه وي چې د اسد مخالفه ګوندونه به منظم کيږي او دوی ته به د لوېديځو هيوادونو په مرسته روزنه ورکول کيږي. يو بل ګام دا هم پورته کېدای شي چې امريکا د شامي رژيم مخالفه ډلو ته وسلې ورکړي او اسخبارات يې قوي کړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په پای کي ليکې دا پريکړې هغه وخت عملي کېدای شي چې ولسمشر اوباما نور تحمل پرېږدي او خپل هغه کمپاين يوې خوا ته کړي چې د ده په وينا په منځني ختيځ کې د جنګ څپې مخ پر کمېدو دي.
XS
SM
MD
LG