د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قومي امنیتي ریاست نوم پاکستان ته زیان رسولی


سرچینه : ایکسپریس ټریبیون
ژباړه : ملیحه امیر ذاده


په ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه کې لیکوال خالد احمد دې موضوع ته کتنه کړې چې د قامي امنیتي ریاست نامه د پاکستان نوم ته څومره زیان رسولی. لیکوال د دغه ریاست مانا د جنرل عارف کریم د یو کتاب حواله ورکولو سره بیانوي چې وایي ډېر پاکستانیان برلاسي او پیاوړې ګاونډې هیواد هند خپل قامي امنیت لپاره ګواښ ګڼي، چې د 1971 م جنګ د دوي فکر ته تقویه ورکوي.


هند یو کمزوری پاکستان لیدل غواړي او د خپل تقدیر( برخلیک ) مالک جوړیدل غواړي خو په جنوبي اسیا کې دغه حق نورو ګاونډیو ته نه ورکوي چې د ارادو په اړه یې شکونه پيدا کیږي. په کتاب کې لیکل شوي یو کمزوری هیواد ډېر کم یو پیاوړي هیواد سره په څنګ کې وسیدلې شي، خو د پاکستان جغرافیه یې په هاغه صورت کې په ګټه تمامیدلی شي که چیرې کورنی اتحاد، ملي پيوستون او اقصادي استحکام یې په ځای وي.

لیکوال خالد احمد په دې اړه ليکي، په دغه لیکنه کې څو مهمو نکتو نه پام نه دی شوی. د مثال په توګه په دغه لایحه کې د بیا کتنې غوښتونکی کوم هیواد دی. هند چې حالات یې په ځای دي او یو طاقت دې د دغه طاقت خاکه د تاؤتریخوالي لپاره نه بلکه یوازې د وېرې اچونې لپاره راکاږي، او په دغه کې بدلون نه راوستل غواړي.

لیکوال پوښتنه را ولاړوي، که داسې وي نو بیا ولې پاکستان په هند حمله کوي؟ لیکوال زیاتوي چې کله د ریاست وطن پرستي د بیا کتنې غوښتونکې وي او بدلون غواړي نو هاغه صورت کې قامي امنیتي ریاست جوړ شي چې پکې پوځ برلاسی وي، ځکه چې بدلون د پوځي زریعو سره مخې ته راځي.

لیکوال لیکي جنرل عارف په خپل کتاب کې دا نه دي لیکلي چې هاغه وخت څه وشو کله چې پوځ د سیاستدانانو ځای واخیستلو،او زیاتوي پاکستان په امنیت تر لاسه کولو کې پاتې راغلو او د ناکامۍ سره مخامخ شو، کله چې یې د هند پر ضد پوځي کاروایی وکړه، چې بیا په 1998 م کال کې ایټمي طاقت جوړیدل او په 1999م کال کې د کارګل جګړې، د پاکستان امنیت او نوم ته زیان ورسولو.

په مقاله کې لیکل شوي یو پیاوړي هیواد سره جوخت وسیدل یو غیر معمولي چیلینج وي. لکه څنګه چې افغانستان د پاکستان په اړه محسوسوي. او نیپال سري لنکا او بنګله دیش د هند په اړه، خو د لیکوال په خبره د دغه چیلنج ردعمل په بیلا بیلو شکلونو کې مخې ته راځي، چې بنګله دیش خپل سټراتیژيکي جغرافیایي پوزیشن په غیر پوځي ډول استعمالوي. او نور ګاونډیان خپل اقتصاد ته وده ورکوي.

لیکوال لیکي که پاکستان د قامي امنیتي ریاست په لړ کې بدلون غواړي نو کیدای شي ریاست یې په مستقل ډول غیر مستحکم شي. او زیاتوي یو کمزروی هیواد د اقتصادي قوت سره د طاقتور ګاونډي مقابله کولې شي، چې په یو ډول ښه پوځي دفاع داسې کولی شي چې د ضرورت سره سم د دیوالیه کیدلو نه پرته په پوځ ښه خرچه کولی شي.
XS
SM
MD
LG