د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د افیمو کر مخ په زیاتیدو دی


سرچینه : نیو یارک ټایمز
ژباړه : فرخنده وزیر

دنیویارک ټایمز په یوه مقاله کې راغلي ، که څه هم د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د افیمو کر د پخوا په پرتله کم شوی دی ، خو په راروان وخت کې د نړیوالو ځواکونو د وتلو سره کیدای شي، یو ځل بیا خلک دې اړخ ته مخه کړي، او باید افغان حکومت د نړیوالو په مرسته د افیمو د کرلو خلاف منصوبه بندي وکړي.


د نیویارک ټایمز ورځپاې لپاره دا مقاله دوو لیکوالانو الیزا روبین او ماتیو روزن برګ لیکلې، او ورکې لولو چې تر څو نړیوالو په افغانستان کې د افیمو کر نه وي ختم کړی ، تر هغې ګرانه ده، چې دوی په دغه هیواد کې خپل مقصدونه ترلاسه کړي.

ورځپاڼه لیکي د کلونو راهیسې امریکایي چارواکي داسې هڅي کوي، چې څه رنګ د افیمو کر ختم کړي، او خلک نورو فصلونو کرلو ته راواړوي، خو تر اوسه یې په دغه لړ کې پوره کامیابي نه ده تر لاسه کړې. سږ کال د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د خراب موسم له وجې د افیمو فصل ته سخت نقصان ورسید.

د روزګان ولایت د ترین کوټ سیمې یو اوسیدونکی محمد امین وایې، دی اوس نه پوهیږي څه وکړي، ځکه چې د افیمو فصل یې سږ کال هغسې ونه شو څنګه چې به په تیرو کلونو کې کېده. محمد امین وایي، اوس ورسره دومره پیسې هم نشته چې یو بل کاروبار پیل کړي، ، او که نور فصل کري نو هغه ګټه نه کوي.

لیکوالان وایي، د افیمو د فصل له وجې په دغه هیواد کې سمګلنګ ، درغلي او رشوت اخیستل هم زیات شوي دي، او دې سره د دغه هیواد د امنیت مسلې هم زیاتې شوې دي.

ورځپاڼه د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د پخواني خاص استازي رچرډ هالبروک دا خبره لیکي ، چې په افغانستان کې د نشیي توکیو کاروبار له مینځه وړل ډیر ضروري دي، ګنې د دوی ټولې هڅې به په دغه هیواد کې ناکامې شي .

ورځپاڼه لیکې وسله وال طالبان هم د افیمو د کر په حق کې دي، او د هغه زمیدارانو مرسته کوي، چې دغه فصل کري. د ملګرو ملتونو او افغان حکومت یو شمیر چارواکي وایې، طالبان هم د افیمو په کاروبار کې ککړ دي، او دایې د پیسو ګټلو یوه لویه وسیله ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په نړیواله کچه د نشۍ توکیو د مخنیوي مرستیال سکرتر ولیم براون فیلډ وایي، د افغانستان لپاره د نشيي توکیو د کاروبار مخ نیوی یوازینۍ مسئله نه ده، خو که چېرې دغه مسئله هواره نه شي، نو د امنیت ، اقتصاد ، جمهوریت او داشان نورو کارونو پرمختګ ډیر ګران دی چې په دغه هیواد کې وشی.

ورځپاڼه لیکی، په ۲۰۱۰ م کال کې په افغانستان کې د هغه ولایتونو شمیره شلو ته رسیدلې وه، چې د افیمو کرل پکې ختم شوي وو، خو اوس دغه شمیره ولسو(۱۷) ته ټیټه شوې ده. ملګري ملتونه وایي ، په دغه هیواد کې اوس هم د هیروینو پیداوار زیات دی، چې یوه د اندیښنې وړ خبره ده.

لیکوالان الیزا روبین او ماتیو روزن برګ دا هم وایې ، هغه خلک چې په تیرو کالونو کې یې د افیمو کرل پریښودي وو، یو ځل بیا یې دغه کار شوروع کړی دی. چې یو مثال یې هلمند ولایت دی، چې د ۲۰۰۹ کال راهیسې دغلته د افیمو کرل د پخوا په پرتله درې دیرش فیصدي کم شول، خو په روان کال کې د دغه هیواده د امریکایې ځواکونو د وتلو وروستو کیدای شي خلک یو ځل بیا د افیمو کرل پیل کړي، او باید نړیوال دې خبرو ته خاص پام وکړي.
XS
SM
MD
LG