د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ادیزو امن لښکر له حکومت سره همکاري پریښې ده


پراګ - له پېښور سره په تړلې سیمې ادیزو کې د وسله والو پر ضد جوړ امن لښکر له حکومت سره د همکارۍ ختمولو اعلان کړی دی.

له مشال راډیو سره په خپلو خبرو کې د امن لښکر مشر دلاور خان وویل، حکومت چې د لښکر د مرستې له پاره دوی ته کوم پولیس ورکړي ول، هغه یې ترې بیرته اخیستي نو همدا لامل دی چې دوی له حکومت سره د خپلې همکارۍ د ختمولو اعلان وکړ.

خو د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین مشال راډیو ته وویل، په ړومبیو ورځو کې حالات خراب ول او لښکر ته د زیاتو مرستو اړتیا وه خو اوس حالات هم ښه دي او د پولیسو نظام هم مضبوط شوی او کولای شي چې د سیمې امنیت پخپله سمبال کړي.

میا افتخار حسین وايي، د حکومت او امن لښکر هر څه باید په شریکه وي او دا راز د امن لښکر غړي او مشران به د هیواد د نورو وګړو په څېر د قانون پابند وي.


په دې موضوع د مشال راډیو اسرار عالم مومند رپورټ جوړ کړی دی چې د غږ په ځای کې اورېدای شئ:

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:41 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG