ژباړه: ګل ایاز، مشال راډیو
سرچینه: سي پي جې
د خبريالانو د تحفظ نړيوالۍ ادارې ويلي په پاکستان کې په يوه مياشت کې دوه خبريان وژل شوي په دوو ډزی شوی او په يو د پوليسو لخوا بريد شوي.
اداري په يو بیان کې ويلي چې د سندۍ ژبي ورځپاڼي کې خبريال طارق کمال د مې په نهمه نيټه مړي په بلوچستان کې موندلي شوي وو چې پري تشدد شوي وو.
هم دا رنګه د مې په ۱۹مه نيټه يو بل خبريال د رزاق ګل مړي د بلوچستان د تربت ښار نه موندلي شوي وو.
د مطبوعاتو د رپورټونو ترمخه رزاق ګل د پاکستان يو شخصي ټېلويژن ايکسپيرس سره د لسو کالو راهسي کار کاوه.
په پاکستان کې د خبريالانو ټوليني د وينا سره سم رزاق ګل د خپل کور نه تښتولي شوي وو او په بدن يې د لسو ګولو نښې وي.
بيان کې ويلي شوي چې د بلوچستان پريس کلب د جون په لومړي نيټي د لاريون اعلان کړي، که چري تر هغي پوري ککړ کسان ونه نيول شي.
د پاکستان سپريم کورټ چیف جستس افتخار محمد چودري په بلوچستان حالاتو اندېښني څرګندي کړي او ويلي که وزيراعظم د امن امان پرځای کولو لپاره کوټلي ګامونه نه پورته کئی نو عدالتونه د بيړني حالت اعلان کولي شي.
د اداري په بيان کې ويل شوي چې په کراچۍ ښار کې د مې په دويشتمه نيټه دوه خبريالان د سياسي جلسي د کوريج پر مهال ژوبل شول.
د دنیا ټېلويژن اسلم خان او کيمره مين محمد خليل په ډزو کې ژوبل شول.
بلخوا د مې په ۱۸مه نيټه د ايف سي ځواکونو لخوا په يو قبايلي خبريال روشان وزير تشدد شوي.
وزير د يو قبايلي جرګي رپورټ لپاره تللي وو او امنيتي ځواکونو خپل دفتر ته وغوښت او د ملګرو په وينا تشدد پر شوي.
اداري په بيان کې ويلي چې د خبريالانو د وژني وجوهات نه دي مالوم شوي. د خبريالانو په وژنو کې د ککړ کسان پرضد کاروايي کولو په اړه هر ځل غوښتني کيږي خو په پاې کې هر څه بی نتيجي ثابتي شي.