د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ (د مې ۲۶مه)



ژباړه: شاهین بونیری، مشال راډیو

وال سټریټ جرنال


وال سټریټ جرنال په یوه اداریه کې لیکي چې په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن د وژنې نه وروستو پاکستاني چارواکې وايي داسې څوک يي نه دي پیدا کړې چې د القاعده د مشر سره يي د هغوي په ګاونډ کې ترلسسو کالو د اوسیدو لپاره مرسته کړې وي. ولې زمونږ دغه اتحادیان هر ه هڅه کوي چې هغه څوک اونیسي چې د اسامه بن لادن په موندلو کې يي د امریکه مرسته کړې ده.

د کامیابو عملیاتو نه سمدستي وروستو پاکستان پوځ هغه کسان اونیول په چا چي د امریکايي ځواکونو هیلي کاپټرو ته د تیل ورکولو شک کیده، خو په دغو کې د ټولو نه مهم ډاکټر شکیل اپریدې وو چې پاکستان ورته د غدارۍ په تور کې دد۳۳ کاله د بند سزا اورؤلې ده.

اداریه لیکي تر یو حده امریکه هم ذمه واره ده چې د عملیاتو نه مخکې یا روستو يي په وخت باندې اپریدې د پاکستان نه راویستلې وی.

وال سټریټ جرنال په پايي کې لیکي په جنوبي ایشیا کې د امریکې ستراتیجیکي مقصدونو له کبله امریکې د اسلام اباد سره ملګرتیا اوکړه ولې دا به د پاکستان لپاره ډیره احمقانه خبره وی چې دغه تړون د پامه اوغورزوي ځکه چې د امریکه لپاره په سیمه کې اوس هم ډیرې لارې دي ولې یواځې د یو څو ملګرو سره پاکستان سره لاره نشته.

دي نیشنل انټرسټ

دي نیشنل انټرسټ مجلې په یوه مقاله کې لیکلي دي چې چین د افغانستان په اړه یو اوږدمحاله پالیسي لري او ددې ښکاره ثبوت دادې چې چیني کمپیانو په افغانستان کې د تانبې د دوو غټو کانونو د کنستلو ټیکې ګټلې دي . او یواځې په یو کان کې يي درې بلینه ډالره خرڅ کړي دي.

د چین د اوږد محالې پالیسي دویم لوې ثبوت دادې تیر کال د چین د پټرولیم قامي کمپنۍ یوه داسې ټیکه ترلاسه کړه چې په نتیجه کې به يي چین د امو دریاب په خواؤشا سیمو کې د تیلو لټون کوي. او د کار شروع کؤلو لپاره يي ۴۰۰ ملینه ډالره خرڅ کړي دي.

مجله لیکي د امریکه په ګډون مغربي هیوادونه د افغانستان په اړه سیمه ایزې ستراتیجۍ خبره کوي ولې په اصل کې دا چین دې چې دغه ستراتیجي عملي کوي او په راتلونکې کې به په سیمه ایزو چارو کې د واشنګټن په پرتله د چین اثر ډیر وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG