د لاسرسي ځای

تازه خبر

۳۳ کاله بند په بدل کې د ۳۳ میلیونه ډالرو مرستې کمې



هارون باچا، مشال راډیو

واشنګټن -
د ډاکټر شکيل اپريدي په سزا کېدلو د امريکا په سينيټ کې د غوسې ډک غبرګون د زيارت په ورځ هغه مهال برسېره شو کله چې د دې ايوان د غړو يوې ډلې د رای اچونې په ترڅ کې پاکستان ته په ملاوېدونکي امداد کې د نوموړي د بند د مودې (۳۳ کالونو) په برابر، يانې د ۳۳ ميليونه ډالرو د کمي کولو وړانديز مخې ته راوړ.

د سينيټ د اختصاصي کمېټې غړو د ۳۰ په مقابله کې د صفر رايو په غوڅ اکثرييت سره د بهرنيو هېوادونو له پاره د امريکايي امداد په بوديجه کې، چې ۵۲ اربه ډالر ارزښت لري، د پاکستان له پاره د يادو شويو پيسو د کمي ترميم منظور کړ.

په امريکايي سينيټ کې د حکومت مخالفه رېپبلېکن ګوند يو مخکې سينيټر لېنډسي ګراهم، چې د پاکستان په خلاف د دې اقدام له پاره يې زور اچولی وو، د ياد ايوان غړو ته وويل:

((زموږ پاکستان ته اړتيا ده او د پاکستان موږ ته؛ خو موږ د دې هېواد دوه مخې لوبې ته، چې له اسامه بن لادن سره د شوي انصاف له ارزښته مخ اړوي، اړتيا نه لرو.))

راپورونه وايي پروسږکال د مۍ په دویمه نېټه، د پاکستان د ايبټ اباد په ښار کې د امريکا د ځانګړيو ځواکونو د لاسه د بن لادن تر وژل کېدو لږې ورځې وروسته ډاکټر شکيل اپريدی ونيول شو، چې د خيبر پوليټيکل انتظامييې ورته د تېرې نهې په ورځ د ملي خيانت په تور کې د ۳۳ کلونو د بند سزا واوروله.

پر نوموړي تور دی چې د ايبټ اباد په بلال ټاون کې ماشومانو ته د واکسين ورکولو د جعلي کیمپېن په ترڅ کې يې د امريکا استخباراتي ادارې سي.آی.اې ته په ياده سيمه کې د القاعده د پخواني مشر د موجوديت په اړه مالومات ورکړي ول.

د امريکا د سينيټ غړو ته په خپلې وينا کې د دې ايوان د استخباراتي کمېټې مشرې، د حکومتي ډيموکريټ ګوند سينيټرې ډيان فاينسټن وويل: (( زه تاسو ته وييلی شم چې هغه جاسوس نه دی، او دا چې بايد عزت يې وشي او په جايزو ووياړل شي.))

نوموړې زياته کړه چې که د پاکستان برتاو له خپل يو دوست او اتل سره هم دغه رنګ وي، نو ((بيا زه دې هېواد ته د ملاوېدونکي امداد په هکله څه هم نه شم ويلایی.))

راپورونه وايي د سينيټ اختصاصي کمېټې وار د مخه ناټو ته د اکمالاتي لارو د نه ورکولو په غبرګون کې د پاکستان له پاره د ولسمشر اوباما له خوا غوښتل شوې پيسې ۵۸ په سلو کې کمې کړي، چې له وجې يې دغه امدادي رقم شاوخوا ۱ اربه ډالر ته راکښته شوی دی.

دغه راز ويل شوي چې د بهرنيو هېوادونو له پاره د امريکايي امداد په بوديجه د يادې کمېټې د زيارت د ورځې له کار روايۍ وروسته به اوس دغه بل د تصويب له پاره امريکايي سينيټ ته وړاندې شي.

راپورونه دا هم وايي چې په امريکا د ۲۰۰۱ کال تر ترورستي بريدونو را په دېخوا دې هېواد پاکستان ته د څه د پاسه ۱۸ اربه ډالره په اندازه مرستې رسولي دي، خو امريکايي چارواکي له دې کبله چې په پاکستاني اېسټيبلېشمينټ کې د افراطيانو ملاتړي کسان شتون لري، په دوامداره توګه اندېښنې څرګندوي.

پاکستان بيا وايي چې د ترهګرۍ ضد نړيوال جنګ کې يې تر بل هر هېواد زياتې قربانۍ ورکړي او دا چې نوره به دغه مبارزه له خپلو قومي ګټو سره په سمون کې پر مخ بيايي.
XS
SM
MD
LG