د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکتر اپریدی د پېښور زندان ته استول شوی



فرهاد شینواری، مشال راډیو

لواړګی -
د قبایلي سیمې خیبر پولیټیکل چارواکی وايي چې د باړې مرستیال پولیټیکل ایجنټ محمد ناصر په عدالت کې د خیبر سیمې پخوانی ایجنسی سرجن ډاکټر شکیل اپریدي ته د ۳۳ کالو د قید سزا او ۳۲۰۰۰۰ روپۍ جرمانه جمع کولو سزا اورول شوي ده.

ډاکټر شکیل اپریدی تېر کال د پاکستان په ایبټ آباد ښار کې د ویکسینو جعلي کیمپ لګولو په ذریعه سی آيي اې ته د القاعده مشر اسامه بن لادن په وژلو کې د معلوماتو ورکولو په تور کې د پاکستان خفیه ادارو له خوا نیول شوي وو.

او تر ډیرې مودې پورې پټ ساتل شوي وو، او د نوموړی نه پلټنې روانې وي،او د غدارۍ مقدمې پرې درج شوی وي.

د خیبر هاوس یو کارکوونکي (محرر) راحت ګل مشال راډیو ته وویل:

((د نوموړی مقدمه د باړې مرستیال پولیټیکل ایجنټ( ایډیشنل ډسټرکټ مجسټریټ) په عدالت کې روانه وه چې د چارشنبې په ورځ د باړې مرستیال پولیټیکل ایجنټ( ایډیشنل ډسټرکټ مجسټریټ) عدالت په نوموړی درج شوی مقدمې او تفتیش یوې جرګې ته حواله کړ،او په دې يي ترې رايي وغوښته چې جرګې ورته د قانون تر لاندې د سختې سزا ورکولو رايي ورکړه،چې په دې باندې د باړې مرستیال پولیټیکل ایجنټ( ایډیشنل ډسټرکټ مجسټریټ) محمد ناصر د جرګې د رايي په رنړا کې ملزم ډاکټر شکیل اپریدی ته د 121 A (PPC)/11 FCR ترلاندې د لسو (۱۰) کالو دقید بامشقت سزا او یو لک روپۍ جرمانه، 123 (PPC)/11 FCR تر لاندې هم د لسو(۱۰)کالو د قید سزا او یولک روپۍ جرمانه، 123A (PPC)/11 FCR تر لاندې هم د لسو(۱۰)کالو د قید بامشقت سزا او یو لک روپې جرمانه، 124 (PPC)/11 FCR تر لاندې د دریو (۳) کالو د قید بامشقت سزا او شل زره روپۍ جرمانې سزا اورول شوې ده،چې ټول درې دیرش (۳۳) کاله قید او درې لاکه او شل زره روپۍ (۳۲۰۰۰۰) جرمانه جوړیږی. ډاکټر شکیل اپریدۍ د سزا اوریدو وروستو د پیښور سنټرل جیل ته واستول شو.))

د قانوني چارو یو ماهر ایډوکیټ قبیس وايي، دغه سزا ګانې ورته د پاکستان پینل کوډ (PPC)مطابق د ایف سی آر په دفعه یولس لګولو سره ورګړۍ شوي.
XS
SM
MD
LG