د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کډوال په زور له پېښوره ایستل کېږي


د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت امنيتي ادارو ته د هغو افغان کډوالو د نیولو امر صادر کړی، چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې اوسیږي.

صوبايي حکومت یوه میاشت وړاندې دغو افغانانو ته چې، د یوې اندازې له مخې شمیر يې شاوخوا څلور لکو ته رسیږي خبرداری ورکړی و چې د می میاشتې تر ۲۵مې دې له پيښوره ووځي که نه نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

د پيښور د امنيتي چارو د مسوول ویاند فیروز شاه مشال راډیو ته وویل، چې صوبايي حکومت د دغې پریکړې د عملي کولو لپاره پولیسو او نورو امنيتي ادارو ته رسمي مکتوب لیږلی او د کډوالو د زر تر زره نیولو او له پاکستانه د ویستو امر یې ورته کړی :

((هغو افغان کډوالو ته چې په ناقانونه توګه په پيښور کې اوسیږي ټاکل شوی [ضرب الاجل] د مې پر ۲۵مه د شپې پر دولسو بجو پای ته رسیږي او له هغه وروسته به هر هغه افغان چې اسناد ونه لري نیول کیږي او د بهرنیو اطباعو د ځانګړي قانون چې موږ ورته ۱۴ فارن ایکټ وايو له مخې به لومړی تر څو ورځو پورې زنداني کیږي او بیا به په تورخم اړول کیږي))

د خیبر پښتونخوا د صوبايي حکومت تر دغه اعلان وروسته په اسلام اباد کې د افغانستان لوی سفير محمد عمر داودزي دپاکستان د کډوالو او سرحدونو چارو له وزیر سره وکتل او له هغه نه يې ددې فیصلې د بیرته اخیستو غوښتنه وکړه.

په پيښور کې د افغانستان جنرال کونسل سید محمد ابراهیم خیل د پنجشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، چې له پاکستاني وزیر سره د افغان سفیر تر کتنې وروسته صوبايي حکومت په دې ضرب الاجل کې د تمدید ډاډ ورکړی :

((د پښتونخوا هوک سکرتر یا د کورنیو چارو وزارت استازي ډاډ راکړی چې دا پریکړه يې ځنډولې، ددې ترڅنګ مې د عوامي نیشنل ګوند له مهم غړي افراسیاب خټک سره هم وکتل او له هغه مې وغوښتل چې دا فیصله بیرته واخلي، هغه هم ډاډ راکړ چې له افغانانو سره به له زور زیاتي کار وانه خیستل شي.))

په عین حال کې فیروز شاه بیا وايي، چې نه خو يې د مرکزي حکومت او نه هم د عوامي نیشنل ګوند له خوا په دې باب د تمدید یا ځنډ احکامات ترلاسه کړي :

((تر اوسه موږ ته د هیچا له لوري رسمي مکتوب نه دی راغلی ځکه نو زموږ فیصله پر خپل ځای ده. پولیسو ته امر شوی چې کوم کس چې نیول کیږي دهغه کورنۍ به هم ویستل کیږي.))

صوبايي حکومت امنيتي ستونزې د مهاجرینو د ویستو دلیل بولي، خو ډیری افغان کډوال او ان پاکستانیان بیا وايي، چې تر ننه په دې صوبه کې هیڅ افغان په ځان مرګي بریدونو، چاودنو او نورو تروریستي پيښو کې ککړ نه دی پيژندل شوی.

بلخوا د پنجشنبې په ورځ یوشمیر ملتپالو پښتنو په پيښور پوهنتون کې یوې غونډې ته په وینا کې د عوامي نیشنل ګوند په مشرۍ د خیبر پښتونخوا د صوبايي حکومت دغه پریکړه په کلکه وغندله او ددې ګوند پر مشرانو يې غږ وکړ، چې په دې باب دې له نوي سره غور وکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره یا یو این اېچ سي آر یواځې د هغو افغان مهاجرینو غم خوري چې د دې ادارې په ملاتړ يې د کډوالۍ کارډونه ترلاسه کړي او پاتې نور چې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري له هر ډول قانوني حقوقو څخه بې برخې ګڼل کیږي.
XS
SM
MD
LG