د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو باید په احتیاط له افغانستانه ووځي، احمد رشید


سرچینه : نیو یارک ریویو

ژباړه : فرخنده وزیر

په نیویارک ریویو کې احمد رشید لیکي، که څه هم په راتلونکیو کې نړیوال ځواکونه د افغانستان نه ووځي، او دوی دغه هیواد په بیړه کې پریښودل هم نه غواړي، خو دلته دا خبره هم مهمه ده، او باید نړیوال یې یقیني کړي، چې افغانان یو ځل بیا د تیرو حالاتو سره مخا مخ نه شي.



په امریکایۍ مجله نیویارک ریویو کې احمد رشید د افغانستان د راتلونکې په اړه لیکې، کله چې له دغه هیواده نړیوال ځواکونه ووځي، نو افغانستان به په کوم لور روان وي ؟ایا دغلته به د امنیت وضعه د موجوده وخت نه په ښه کیدو شي ، او که نه ؟

لیکوال وایي، په افغانستان کې د دوو زرو او اتو سوو زیات نیټو ځواکونه ووژل شول، او په دغه جنګ یو ټریلین امریکایي ډالره ولګیدې، نو ایا دغه هڅې به افغانانو ته یو دوام داره امن یقیني کړي، دا هغه مهمه پوښتنه ده، چې امریکا او نړیوالو په شیکاګو کانفرنس کې پرې خبرې وکړې.

د افغانستان په هلمند او کندهار ولایتونو کې چیرته چې دوه کاله وړاندې د دیرش زره امریکایي ځواکونو د وسلوالو طالبانو د زور ختمولو لپاره ځای پر ځای کړل شول، او اوس چې کله به د دغه سیمو امریکایې ځواکونه ووځي، نو مخالف وسلوال کیدای شي د دغه ځایونو کنټرول واپس واخلي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وایي چې د راروان کال د اوړي پورې به د افغانستانه هغه نړیوال ځواکونه ووځي ، چې په پوځي عملیاتو کې برخه اخلي، او دوی به د ځواکونو د ویستلو په پلان کې هیڅ بدلون نه راولي.

احمد رشید وایي، یوه بله خبره دا هم ده، افغان امنیتي ځواکونه چې د نشيي توکیو په استمال او قاچاق کې ککړ دي، په راتلونکېو کې د یو شمیر چیلنجونو سره مخامخ کیدای شي.

خو لیکوال احمد رشید دا هم وایي چې درې لکه او پنځوس زره مضبوط د افغان امنیتي ځواکونو او پولیسو شمیره به یو لکو ته کمولی شي ، دا نه چې دوی دغه کار نه شي کولی، خو نړیوال د دومره ځواکونو لپاره په اینده کې بجټ نه لري.

او امریکایې چارواکي اوس خپلو ځانونو ته په دې هم تسلي ورکوي، چې ګینې افغانان اوس ددې جوګه دي چې په خپل هیواد کې جمهوریت پر مخ بوځي، ښځو ته د هغوی بنیادي حقونه ورکړي، او دا شان د دغه هیواد په امنیتي او اقتصادي پرمختګ کې مهم رول ولوبوي. او احمد رشید وایي، حتی چې د امریکا ولسمشر اوباما هم دا خبره مني، چې کله دوی له دغه هیواده ووځي ، نو په شا به ډیر ګډ وډ حالات پریږدي ، او زیاتوی چې دوی داسې نه شي ویلي، چې د افغانستان په ستونزه کې به داسې یو مرحله راشي، چې دوی به ووایي هر څه یې سر ته وشول، او دا هغه هر څه دي چې دوی غوښتل وشولً.

د نیټو مشران دا وایي چې دوی دغه جنګ ته اوس د پای ټکی کېښودل غواړي، خو د نړیوالو ځواکونو د افغانستانه د وتلو مطلب دا نه دی، چې ګینې جنګ په رښتیا مانو کې هم سر ته ورسیدو.
XS
SM
MD
LG