د لاسرسي ځای

تازه خبر

دناټو د رسد په سر کړکیچ په خپل حال دی



ژباړه: ګل اياز، مشال راډيو
سرچينه: ای ايف پي خبري اژانس

د امريکا او د پاکستان ولس مشرانو اوباما او زرداري، د ناټو د سرمشريزې په موقع د ناټو د رسد د لارې د بيا پرانیستلو اشاره ورکړې. پاکستان مرکچيانو ته حکم ورکړی چې په دي اړه دې موافقه لاس ليک کړي.


د امريکا ولسمشر بارک اوباما په شيکاګو ښار کې د ناټودسرمشريزې په درشل کې له پاکستان ولسمشر اصف علی زرداري سره وکتل او د دې وروسته يې خبريالانو ته وويل چې پاکستان د پريکړې په اړه پرمختګ کړيدي.

خو، خبري اژانس د ښاغلي اوباما د خولي زياتوي چې دوی کله هم دا توقع نه لرله چې په سرمشريزې کې به دا کشاله هواره کړل شي:

((مونږ هيڅ قسمه تمه نه لرله او مونږ ته دا مالومه هم وه، خو په دي کې جدی پرمختګ شوی دی ))

خبري اژانس ليکي پاکستان د تيرو شپږو مياشتو راهیسې د ناټود رسد لارې تړلي دي.

خبري اژانس ليکي، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د ناټوسر مشريزې ته وينا کې ويلي چې د دوی حکومت غواړي د وږدې مودې راهیسې د ځنډ ښکار کشاله هواره کړي.

نوموړی زياتوي چې د کابيني د دفاع کميټي متعلقه چاوراکو ته حکم ورکړي چې د ناټو د رسد لارې د پرانیستلو په اړه خبري وکړي.

د پاکستان د ولسمشر وياند فرحت الله بابر خبريالانو ته ويلي چې په مرکچيانو غږ شوی چې د خبرو اترو عمل دې تند کړي، خو نيټه يې نه ده ورکړي چې کله به پريکړې ته ورسيږي.

فرحت الله بابر زياتوي چې د ناټو په سرمشريزه کې زرداري، په دي معامله ډير ښکاره دريځ وړاندې کړی.

خبري اژانس ليکي د امريکا لپاره د پاکستان سفيره شيري رحمان هيله لري چې له امريکا سره به اختلافات زر تر زره ختم کړل شي.

خبري اژانس ليکي، د پاکستان لارې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپاره د سامانونو وړلو لپاره ډيرې مهمي دي. ناټو پلان لري چې تر ۲۰۱۴م کال پورې له دي هيواد څخه خپل ځواکونه وباسي.

خبري اژانس ليکي امريکا لا تراوسه پورې د سلالي پيښي په اړه بښنه نه ده غوښتي او نه يې هم له پاکستانی چارواکو سره د ناټو لپاره وړونکو ګاډو په فيس موافقه کړې ده.

خبري اژانس ليکي د امريکا چارواکو دا خبره منلې چې افغانستان ته د پاکستان د لاري سامانونه ډير ارزان او زر رسيږي، خو څيړونکي وايي واشنګټن د روس او نورو هيوادونو سره د سامانونو د ليږلو په اړه خبري پیل کړي چې په پاکستان تکيه کمه شي.
XS
SM
MD
LG