د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حسیبې پر مړینه د ازادې اروپا راډيو د مشر پيغام


حسیبه شهید
حسیبه شهید


نن د مې پر ۲۲مه نېټه د آزادې اروپا راډیو د کارکونکو یوې غونډې ته د راډيو د مشر سټیو کارن پیغام

نن موږ ددې لپاره راټول شوي یو چې د خپلې قدرمنې همکارې او ملګرې حسیبه شهید پرژوند رڼا واچوو او دهغې په مړینه ویر وکړو. د هغې مړینې موږ ټول حیران کړو چې څرنګه هغه یو ناڅاپه له خپلې کورنۍ او دوستانو څخه واخیستل شوه. داسې ښکاري چې دا د کایناتو یوه بې رحمي وه چې د حسیبې ژوند یې واخیست، نه یوازې د هغې لپاره بلکې د هغې د دوستانو او په خاصه توګه د هغې د نازولو بچیانو لپاره دا یو ځورونکی عمل دی، چې له بچیانو یې خپله ګرانه مور جدا کړله. موږ دا غم په لفظونو کې نه شو بیانولای.

موږ ټولو ته پر دغه ډول پېښو تسلیت په کار دی. او دغه ډول غم ګالل آسانه نه وي. زما په خپل ژوند کې زه دې نتیجې ته رسېدلی یم چې داسې پېښې واقعآَ ناڅاپي وي. داسې پېښې له اخلاقي چوکاټه بهر شتون لري. دا ځکه کېږي چې څه نا څه تېروتنه شوي وي. یوه حادثه پېښېږي اوپایلې یې ځینې وخت غمژنې وي. تاسو ټول ددغه ډول ناوړه پېښو په باب فکر کوی او ذهن ته مو پوښتنې راولاړېږي چې ولې داسې پېښې رامنځ ته کېږي.

موږ پاتې کسانو ته په کار ده چې په خپلو وړو وړو خاطرو کې حیسبه ژوندۍ وساتو. څنګه چې تاسو د خپل ژوند ورځنۍ چارې پرمخ وړی نو حسیبه هم یاد ساتی. د هغې مسکا په یاد ولرﺉ. د هغې خندا په یاد ولرﺉ. د هغې هغه څه یاد ساتی چې ستاسو خوښېدل، او هغه څه په یاد ساتی چې له هغې مو زده کړي دي. د حسیبې هغه کارونه په یادونو کې ساتی چې زموږ د ماموریت لپاره یې ترسره کړی وو. له هغې سره په خاطرو کې واوسی. په همدې توګه به هغه ژوندۍ پاتې وي او پر دې نړۍ به خپلې اغېزې ته دوام ورکړي.

موږ هیڅکله د هغو خلکو متبادل نه شو کېدای چې له لاسه یې ورکوو، او نه موږ ته پکار ده. موږ به هغوی په خپلو زړونو کې ساتو او د ژوند په پاتې ورځو شپو کې چې هر چېري ځو او څه هم کوو دوی به په خپلو خاطرو کې ژوندي ساتو. څرنګه چې به تاسو د هغې په خاطرو کې تل ژوندي یاست د حسیبې خاطرې هم په خپلو زړونو کې یاد ساتی.
XS
SM
MD
LG