د لاسرسي ځای

تازه خبر

مرګ انجام د هستۍ نه دی!


د حسیبه شهید د دفتر یو تصویر چې په یاد کې یې همکارانو د عقیدت ګلونه پیرزو کړي دي.
د حسیبه شهید د دفتر یو تصویر چې په یاد کې یې همکارانو د عقیدت ګلونه پیرزو کړي دي.
شاهین بونیری، مشال راډيو

پراګ - ډیرې ورځې نه کیږي چې حسیبه شهید زموږ تر مینځ وه - د هرکله په شان له همت او حوصلې ډکه، په خپل کار کې بوخته ، د خپل وطن د خوږ احساس سره، د خپلې هغې مسکا سره چې خپل زړه چاؤدون يي پکې پټ کړې وو. ما چې به هغې ته کتل نو حیران به شوم چې څومره په نرتوب يي د پښتنو په هغه ټولنه کې د خپل ژوند کاروان مخ په وړاندې بوتلو چرته چې اوس هم د سړو منلي کیږي، چرته چې یواځي سړي مشري کولای شي، چرته چې سړي لګیا دي د جونو ښونځي ورانوي، چرته چې سړي د غیرت په نوم د ښځو مرۍ پرېکوي چرته چې سړیتوب د سړو نه شروع کیږي او هم په سړو ختمیږي.

حسیبه – ددغه ټولنې د ظلم زور نه د بغاوت علامت وو، هغې د خپل قلم او اواز په زور د بدلون راوستو هڅه کوله. هغې له ژوند ډیر تراخه ورکړې وو خو ما چې به کتل هغه هروخت په دې هڅه کې وه چې خپل ګیرچاپیره ملګرو او خپلو خپلوانو ته دا احساس ورکړي چې ژوند باید د خپلو ټولو خوږو ترخو سره ومنل شي. ماته به د هغې په سترګو کې د امید دغه شمعې هروخت بلې او روښانه ښکاریدې . حسیبه پخپله ژوند وو.

حسیبه به زما په وړاندې پخپله چوکۍ ناسته وه، د هغې په ځان ډیر اعتماد وو، ما کتله چې په ډیر لنډ وخت کې به يي خپل کار راټول کړو، هغې د ژوند سره تګ کول غوښتل ، هغې د خپلو بچو لپاره د جهالت د تیرو نه لرې د یوروښانه سباؤن خوبونه لیدل، او د هغې په ځان ددغه خوبونو د رشتیا کولو باور هم لرلی.


کله چې به ټول ملګري په کار بوخت وو او د څه وخت لپاره به خاموشي شوه، نو هم دغه حسیبه وه چې په ما، قاسم خان، فرخندې، مجید، ګل آیاز یا داؤد به يي غږ اوکړ، څه د خوند خبره به يي وکړه او به يي خندل، طنز به يي وکړو، نن ماته احساس کیږي چې د هغې خاموشي نه وه خوښه، هغه د خپل وطن د ورانو شوو کلو بانډو او ویجاړو ورشوګانو خاموشۍ وېرولې وه. هم دغه وجه وه چې کله به هم په دفتر کې داسې څه د خوشحالۍ موقع وه نو حسیبه به ددغې خوشحالۍ په شریکه د نمانځلو لپاره د هرچا نه مخکې وه.

ما لیدله چې هغې په اروپا کې د اوسیدو باوجود د خپلو خلکو او خاورې سره کلک تړون ساتلی وو، هر ګهیځ به يي خپلو خپلوانو او د آزادۍ راډیو ملګرو ته ټیلیفونونه کول، د هغوي پوښتنه به يي وکړله، نن چې زه د هغې په میز د هغې په یاد کې بلې شمعې او ګلونو ته ګورم نو فکر کوم چې نو دې منلو ته تیار نه یم چې حسیبه زموږ نه ډیره لرې تللې ده، زه اوس هم د هغې خندا اورم، زه اوس هم دا وایم چې حسیبې کومه غونډه راجوړه کړې ده او دا ګلونه د دغه غونډې لپاره دي، زه اوس هم دا باور لرم چې حسیبه د مرګ د ناترسه ګزار په وړاندې ژوندۍ او سرلوړې ولاړه ده ........

نه منم نه منم یاره مرګ انجام د هستۍ نه دی
خلاصېدل شراب په جام کې اختتام د مستۍ نه دی
XS
SM
MD
LG