د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د ډرایورانو تېښتونه زیاته شوې


نیازموساخېل مشال راډيو

کوټه:- په بلوچستان کې ډراییوران وایي، له تیرې څه مودې راهیسې پر بېلابېلو لویو لارو پیسو لپاره د هغوی د تېښتولو لړۍ پېل شوې چي له وجي یې ژوند او کاروبار سخت اغیزمن شوی دی.

یو ډریور عین الحق د دغې ستونزې په اړه مشال رېډیو سره د خبرو پر مهال وویل چي ډراییوران له لویو لارو په زوره وتېښتول شي او بیا ناڅرګنده ځایونو او غرونو ته وړل شي. او د هغوی کورنیو ته یې حال ور تیر کړي،چي یا خو ۳ لکه یا ۵ لکه روپۍ ورکړي او یا دي بیا د هغو مړي ترلاسه کولو ته تیار شي٫٫ زه خپله ډریور یم.نو زه څه وکړم. زه یو غریب ډریور یم. زه خو د بل چا مزدور یم،خو که مي دا ورته وویل چي زه غریب یم،دومره پېسې له کومې درته راوړم،نو بیا مي په پلاس غوښې را پرې کوي او دغه رنګه ما او زما کورنۍ دې ته مجبوروي چي په هر صورت کي تیښتونکو ته د پېسو بندوبست وکړو،ګني بیا له ما سره هر څه کېدای شي.٬٬

یو بل ډریور دادمحمد بیا وایي، په بلوڅ مېشته سیمو کي یو شمېر ډرایوران تېښتول شوي چي ډیری یې پښتانه دي٫٫بل څوک نه تېښتول کیږي.یواځي پښتنو سره دا کار کیږي.ولي؟ وجه یې دا ده چي پښتانه ښه کاروبار لري او ښې لویې لویې ګاډۍ لري .خو دوی په دا نه دي خبر یا په قسط دا سي کوي چي آخر دا ګاډی خو د بل چا دي.ډریوران بېچاره له لویو لویو ګاډیو سره څه کار لري؟دوی خو یې یواځي چلوي.٬٬

دادمحمد زیاتوي،له تېښتولو وروسته له ډرایورانو سره بیخې ظلم او غیر انساني سلوک کیږي٫٫هغه بله ورځ یو آکاخیل ډراییور په بلوڅ مېښته سیمه ډیره مراد جمالي کي و تېښتول شو.څه درته ووایم.د لاس نوکونه یې ورڅخه ایستلي وو.زه خو بیا هم ورور تر شا لرم.څه نا څه خو به راته وکړي.هغه بیچاره خو یو څوک هم نه لري.نه یم خبر،څنګه یې ځان راخلاس کړو؟٬٬

دادمحمد دا تور هم لګوي چي حکومت پر ځای د دې چي ستونزه هواره کړې،دوی ته یې تل هم دغه ویلي چي پېسې دي برابري کړي، تر څو ډرایوران را خوښي کړي .دی په جذباتي انداز کي زیاتوي٫٫آخر ولي له ډراییورانو سره داسي څه کیږي او آخیر ولي حکومت څه نه کوي؟دا خو دا مانا لري چي موږ به یو بل مخ ته سره دریږو.دا خو خدای دي نه کوي،که له ما سره وشو،خو قسم دی که تر هغو کشینم،تر څو چي یې دغه د کوټي له وزیراعلی نه کړم وصول.٬٬

یو بل ډراییور مومن خان بیا وایي،د ستونزې له وجي ددوي کاروبار اوژوند سخت وراغیزمن شوی٫٫د ګاړۍ مالکان یې څه غم کوي؟هغه خو دغه وایي،چي که زما ګاډۍ یې وړې وه هم،نو وړې به یې وه او که ته یې وړی هم یې،نو وړی یې،زه څه وکړم.د مالکانو دغه خبره هم چي ورته وګورې،پر خپل ځای صحیح ده،خو بیا هم هرې خوا ته ژوند او کاروبار د ډرایور خرابیږي.دی غریب په ۷ یا ۸ زره د بل مزدور وي او چي بیا وتیښتول هم شي،بیا ته فکر وکړه،څنګه حال به یې؟؟٬٬

هلته د بلوچستان د کورنو چارو محکمې سیکرټر،نصیب الله بازیي هم دا مني چي دا یوه لویه ستونزه ده،خو دی زیاتوي،صوبایي حکومت یو نوی خاص امنیتي ځواک هم دغو لویو لارو ته ځانګړی کړی،کوم چي به یواځي د لویو لارو ساتنه کوي.نوموړی هیله څرګنده وي چي په دې سره به له لویو لارو سره نړلې نورو ستونزو سره سره،دغه ستونزه هم هواره شي.

یاده دي وي،د بلوچستان د نورو لویو لارو تر څنګ،د کوټې سیند صوبې پر لار،د ډاډر په سیمه کي په تیره یوه میاشت کې تر لسو زیات ډریوران تېښتول شوي. د ډرایورانو په وېنا،په دوی کي ځیني د پېسو ورکولو وروسته را خلاس شوي او ځینې لا هم له تیښتونکو سره پاتې دي.
XS
SM
MD
LG