د لاسرسي ځای

تازه خبر

په داغستان کې د اسلامي وسله والو مشر ووژل شو


د روس د ترهګرۍ ضد قامي کمیټۍ اعلان کړی، امنیتي ځواکونو یې د روس د شمالي قفقاز د داغستان په جمهوریت کې د اسلامي وسله والو یو مشکوک مشر د عملیاتو په ترڅ کې وژلی دی.

چارواکي وایې،۲۴ کلن ګوسین مما یوف د تیرې نهې په ورځ د داغستان په مرکز مخاچ کله کې په عملیاتو کې ووژل شو. چارواکي په دغه ښار د مۍ په دریمه نیټه بمي حمله له ممایوف سره تړي، چې پکې دیارلس کسان وژل شوي وو، چې زیاتره یې امنیتي ځواکونه وو.

ممایوف په مخاچ کله کې د اسلامی یاغیانو مبینه مشر ګڼل کیدو ، په شمالي قفقاز کې هر کال د مشکوکو اسلامي وسله والو او امنیتي ځواکونو تر مینځ نښتې کیږي چې پکې په سلګونو خلکو ته هر کال مرګ ژوبله اوړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG