د لاسرسي ځای





نن په خیبر پښتونخوا کې د بنو جیل پيښې په اړه د کابینې غونډه رابلل شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې په یاد جېل د برید په اړه وسله والو طالبانو یوه ویډيو خپره کړې ده.

د دغه ۳۴ منټو ویډيو او د ننۍ غونډې په اړه د پښتونخوا سنیر وزیر بشیر احمد بلور مشال ریډيو ته وویل د پيښې تحقیق په لړ کې دغه غونډه کیږي.

((دا چې کمشنر او ډي آی جي مو له خپلې دندې لرې کړې دي خو دا هم دا وجه وه چې ولې دومره لویه بې غوري وشوه. په دې کې زموږ استخباراتي ادارې، زموږ د حکومت او د پاکستان د مرکزي حکومت کمزوري هم ده. موږ دا غونډه ددې لپاره رابللې ده چې هغه وجوهات وڅېړو چې ولې د بنوجیل مات کړل شو. څوک ددې ذمه وار دي او که یو څوک ګرم وګڼل شو. نو د هغه پر ضد به کلک ګام اخلو.))


بشیر احمد بلور زیاته کړه چې د وسله والو لپاره ځانګړي جیلونه ضروري دي او په دې کار روان دې.

تېره میاشت په بنو جیل د وسله والو لخوا برید کې درې سوه څلور اتیا قیدیان خوشي کړل شوي وو.
XS
SM
MD
LG