د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر کرزۍ د جرمني او امریکا په دوره دی


افغانستان ولسمشر حامد کرزی نن سهار د جرمني او امریکا په سفر روان شو.

په دغه سفر کې به ولسمشر کرزی د جرمني له چانسلرې انګیلا مرکل سره د افغانستان او جرمني تر منځ داوږد مهالو همکاریو تړون لاسلیک کړي.

تر دې وروسته به ولسمشر کرزی له جرمني څخه امریکا ته روان شي او د ناټو په سرمشریزه کې چې د امریکا په شیکاګو کې جوړېږي، ګډون وکړي او په دې مهمه غونډه کې به خپله وینا واوروي.

ددې سرمشریزې یوه برخه افغانستان ته ځانګړې شوې ده چې مشري یې د افغانستان او امریکا ولسمشران کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG