د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستان سره مو په خبرو کې پرمختګ شوی. امريکا


د امریکا د بهرنیو چارو دوزارت ویانده ویکټوریا نیولېنډ
د امریکا د بهرنیو چارو دوزارت ویانده ویکټوریا نیولېنډ

هارون باچا - مشال راډیو

پراګ:- د امريکا د بهرنو چارو وزارت ويلي په افغانستان کې مېشت د ناټو ځواکونو پر وړاندې د اکمالتي لارو د خلاصولو په موخه له پاکستان سره په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی- د ياد وزارت وياندې ويکټوريا نيولينډ د ګل په ورځ په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل:

((زموږ چارواکي لا هم په اسلام اباد کې دي چې د پاکستان سره د ځمکنۍ لارې په اړه پيل کړې خبرې پر مخ يوسي- ما چې نن سهار کوم درک لګولی نو هغه دا دی چې په دغو خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی-))
مېرمن نيولينډ که څه هم د ياد کړي پرمختګ جزييات ور نه کړل خو په ډاګه يې کړه چې د پاکستان له حکومت سره په ګډه د دې خبرې بشپړ جاج اخلي چې د ترانزېت دغه نظام څه رنګه کارول کېږي او دا چې ورسره تړلي ټول موضوعات دا مهال د ميز د پاسه پراته دي-

د امريکا د حکومت له خوا دا خوشبينانه څرګندونې په داسې مهال مخې ته راغلي چې فرانس پريس اژانس وايي د پاکستان خارجه وزيرې حنا رباني کر د تېرو شاوخوا شپږو مياشتو په موده کې، چې له پاکستانه تېرېدونکې د ناټو اکمالاتي لارې تړل شوي، هم د ګل په ورځ په لومړي ځل په خپلې وينا کې داسې نښې ورکړي چې ګواکې دغه هېواد غواړي د لارو په بيرته خلاصولو له امريکا او ناټو سره خپلې اړيکې يوه نورمل حالت ته راولي-

د اژانس په ليکنه، مېرمن کر دا خبرې يوه ورځ مخکې تر هغې کړي چې ټاکل شوې پاکستاني مشران د يوې غونډې په ترڅ کې ناټو ته د لارو ورکولو او هم د روانې مياشت په ۲۰مه او ۲۱ مه نېټه د امريکا په شيکاګو ښار کې کېدونکې د ناټو په سرمشريزه کې د ګډون موضوعات وڅېړي-
دا چې د امريکا او پاکستان په اړيکو کې د پرمختګ خبرونو ته کتونکي څه نظر کوي، په نيو يارک کې مېشت د سيمې د چارو څېړونکی او خبريال جهانګير خټک وايی چې له امريکا او ناټو سره خرابې اړيکې نورې پاکستان ته ګرانې تمامېدې-

((دا [اکمالاتي] لارې يوازې د امريکا له پاره نه دي بلکې د دنيا د ۴۸ ملکونو له پاره دي- فکر نه کوم چې پاکستان دې له دوئ سره خراب اړيکي لرل وګالي. بې شکه چې د امريکا او پاکستان تعلقات دا مهال له يو شمېر ستونزو سره مخامخ دي، خو داسې ښکاري چې دواړه هېوادونه هڅې کوي په هغو نکتو سره رضا شي د کومو د حل په صورت کې چې خبره د تعلقاتو ښه کولو پلو تللای شي- دا کار به زما په خيال ژر پيل شي ځکه چې دواړه هېوادونه دغسې کولو ته تيار ښکاري-))

جهانګير خټک دغه راز د شيکاګو د کنفرانس نړيوال ارزښت ته په کتنې زياته کړه چې پاکستان به غواړي د ناټو پر مخ د اکمالاتي لارو په خلاصولو له امريکا او ناټو هېوادونو سره خپلې خرابې اړيکې بيرته يو څه عادي حالت ته راولي- خو نوموړي په عين وخت کې ناټو ته د لارو ورکولو له موضوع سره د يو زيات شمېر پاکستانيانو اختلاف ته په اشارې د پاکستاني حکومت پرېکړې ته د دوئ د احتمالي غبرګون په اړه اندېښنه هم وښوده-

(( په داسې حال کې چې د شيکاګو کنفرانس رانيږدې شوی، د پاکستان له لوري د داسې يوه بيان تر شا به هرو مرو دا سوچ وي چې دا هېواد داسې ګامونه پورته کړي چې د ناټو په غونډه کې ګډون وکړي او دغه شان خپل نقطه نظر دنيا ته وړاندې کړي- البته دا لا نه ده روښانه چې د پاکستان له دننه څخه د اکمالاتي لارو په بيرته خلاصولو به څه رقم عکس العمل مخې ته راشي، ځکه چې دغلته د دې لارو له پرانېستلو سره د خلکو يو زبردست اختلاف موجود دی- نو دا به اوس کتلای شي چې په دې لړ کې عوامي رایې تر کومه بريده همواره شوې او دا چې څه اندازه خلک حکومتي پرېکړې منلو ته تيار دي-))

د يادونې وړ ده چې پاکستان په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له پاره د رسد لارې پروسږ کال (۲۰۱۱ م ) تر هغه وروسته وتړله چې ناټو په مومندو بريدونه وکړل او ۲۴ پاکستاني عسکر يې ووژل- پاکستان په ځواب کې په امريکايانو د بلوچستان شمسي هوايي ميدان خالي کړ او هم يې ترې وغوښتل چې د عسکرو د وژلو له پاره رسمی بښنه وغواړي، خو امريکا دغسې کولو ته زړه ښه نه کړ-
XS
SM
MD
LG