د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بره مومند کې نښتې د امن لښکر یو تن مړ ۸ ژوبل


د بره مومند په تحصیل خوازۍ سیمه کې بیګا شپه د وسله والو طالبانو او ځايي امن لښکر ترمنځ په نښتو کې د امن کمېټې یو تن وژل شوی او اوه نور ژوبل دي. خو وسله طالبان وايي چې پنځه تنه یې وژل او اته نور یې ژوبل کړي دي.

بلخوا د امن کمېټې مشر ملک فیاض د طالبانو دعوې درواغ بولي. دی وايي چې د لښکر یو تن ثمر ګل مړ دی او اته تنه یې ژوبل دي. دده په خبره چې بېګا ناوخته له پولې سره د هغوی پر یوه پوسته په یوه ګاډي کې ناستو وسله والو د دوی د لښکر پر کسانو برید وکړ.

له څه مودې راهیسې په بره مومند اېجنسۍ کې د ځايي امن لښکر غړي د وسله والو طالبانو لخوا په نښه کېږي او د بېګا ماښام شپې پړه هم وسله والو طالبانو په خپل سر اخیستې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG