د لاسرسي ځای

تازه خبر

بان کي مون د دمشق بریدونه وغندل


د ملګرو ملتونو عمومي سکرتر بانکي مون، او امنیت شورا د شام په پلازمینه دمشق کې ترسره شوې پرونۍ ځان مرګې حملې غندلې دي.

سرکاري رسنۍ خبر ورکوي چې د زیارت په ورځ په ترسره شویو دوو ځان مرګو بریدونو کې ۵۵ کسان وژل شوي او ۳۷۰ کسان نور ژوبل شوي دي.

راپورونه وايي دا،په تېرو څوارلسو میاشتو کې چې د ولس مشر بشارالاسد خلاف کوم پاڅون مخې ته راغلی، ترټولو خونړۍ پېښه ده.

د ملګرو ملتونو عمومي سکرتر په ټولو ښکیلو غاړو غږ وکړ چې د تشدد لړۍ دې ختمه کړي او د سولې د نړیوال استازي کوفي عنان د سولې د پلان دې عملي کړي.

دبانکي مون ویاند مارټین نیزرکي په دې اړه وايي :

((بانکي مون په وار وار سره دا ویلي او نن یې هم دا خبره تکرار کړه. په ټولو خواوو په بیړنۍ ډول غږ کیږي چې د وسله وال تشدد د نه کولو په اړه دې خپلې ژمنې پوره کړي، د ولسي خلکو ژوند دې وژغوري ، چاودنې او د ترهګرۍ نه دې لاس واخلي. اودا هم باید ووایم چې بانکي مون ددمشق ځان مرګې حملې په کلکه غندي چې ورکې پنځوسو نه زیات کسان ووژل شول او په سلګونو نور ژوبل شول.))

امریکا او اروپايي اتحادیې هم دغه بریدونه غندلي دي. ددغو ځان مرګو بریدونو پړه چا په غاړه نه ده اخیستې. خو حکومت او مخالفین ددې پړه په یو بل باندې اچوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG