د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما او راسموسین تر شکاګو غونډې مخکې ويني




د امريکا ولسمشر براک اوباما به سباله د شورو په ورځ په خپل دفتر کې د ناټو مشر اندرې فوغ راسموسېن سره په داسې وخت کې ملاقات کوي چې د راونې مياشتې په روستېو کې په شکاګو کې د ناټو غونډه کېدونکې ده.

د سپېنې ماڼۍ لخوا په يو مختصر بيان کې ويل شوي چې دواړه مشران به د شکا ګو غونډې لپاره په آخري تياريانو خبرې کوي.

شکاګو کانفرنس چې د مۍ مياشتې د شلمې نه تر يويشتمې نيټې پورې کېدونکې دی.

ولسمشر اوباما به يي کوربتوب کوي. د دې غونډې د ايجنډا د سر خبره به افغانستان وي ، چې په کې به د ناټو غړي هېوادونه تر دوه زره څوارلسم کال پورې له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ويستو په اړه پوره مالومات ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG