د لاسرسي ځای

تازه خبر

کېږدۍ، کېږدۍ (دویمه برخه)


د (کېږدۍ کېږدۍ) اوونیزې خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په تېره خپرونه کې مو کوچیان در وپېژندل.

په دې خپرونه کې د کوچیانو پر ژوند مو له کوچیانو سره خبرې کړې دي.

کوچیان ژمی په پاکستان کې اړوي او پسرلی او اوړی د افغانستان لوري ته کډې باروي.

دوی هڅه کوي چې داسې ځای کېږدۍ ووهي چې لږ تر لږه که ډېرې اوبه نه وي دومره خو وي چې خپله یې وڅښي او څارویو ته یې ورکړي!

کوچیان د څارویو له لارې پیسې هم ترلاسه کوي.

دوی چې کله له ښارونو سره اړوي شوده خرڅوي، مستې پلوري، کورت جوړوي او خرڅوي.


په لویو اخترونو کې ښارونو ته پسونه او نور څاروي د خرڅلاو لپاره وړي؛ چې کله په پسرلي کې مېږې، وري پیدا کوي د هغو یو شمېر وریو پوستکي خرڅوي.

څه باندې ۳۰ کاله مخکې په افغانستان کې د دولت په صادراتو کې یو مهم توکی د څارویو پوټکي او د څارویو کولمې وې خو د جګړو له امله او د دې له پاره چې یو شمېر کوچیان ځایي شوې دي دغه صادرات لږ شوې دي.

کېږدۍ، کېږدۍ خپرونه هره اوونۍ تاسې ته حسیبه شهید تیاروي.

خپرونه داسې لاندې د غږ په ځای کې اورېدای شئ:

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:16:05 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG