د لاسرسي ځای

تازه خبر

کېږدۍ کېږدۍ (لومړۍ برخه)



د کوچیانو لپاره د مشال رېډیو ځانګړی خپرونه

وړاندې کونکې :- حسیبه شهید


په دې پروګرام کې له یوه سره د کوچیانو پر ژوند ژواک او ستونزو خبرې کوو خو په لومړۍ برخه کې مو له دې خبرو چې کوچیان څوک دی؟ څرنګه پیدا شوې دي؟ په افغانستان او پاکستان کې نن سبا د دوی شمېر څومره دی؟

په پاکستان او افغانستان کې کوچیان تر ډیره یوه ځانګړنه لري هغه دا ده چې دوی سره ورته دي له نولس سوه اووه څلویښتم کال مخکې چې پاکستان لا نه و جوړ شوی، دوی په دې سیمې کې تګ راتګ کاوه ژمی به یې پر تودو سیمو اړول او اوړی به سړو سیمو ته تلل.

یو افغان کوچي خپل اوښ رهي کړی دی
یو افغان کوچي خپل اوښ رهي کړی دی
په افغانستان کې په ترکمنو، ازبکو او قزلباشو کې هم یو څه کوچیان شته خو لویه برخه یې پښتانه دي.

کوچیان یوازې په افغانستان او پاکستان کې ژوند نه کوي. د یو شمیر نړیوالو سرشمیرنو له مخکې اټکل کیږي چې په ټوله نړۍ کې له دیرشو تر څلویښت میلیونه کسان کوچیان دي، دوی یو ځای نه اوسي او له یوې سیمې بلې ته کډه کوي دغه کوچیان تر ډيره په بیدیاوو او صحراګانو کې شپي سبا کوي او ورځې تیروي.

د پاکستان او افغانستان تر څنګ په ایران کې هم د ملګرو ملتو د یونسکو د ادارې د سرشمیرنې له مخې د دې هیواد له اویا میلیونه اوسیدونکو نژدې یو نیم میلیون کوچیان دي.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:15:50 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


په روسیې کې چې د شلمې پیړۍ په پيل کې د اکتوبر سوسیالستي انقلاب بریالی شو او بیا یې د منځنۍ اسیا سیمې لاندې کړي هلته کوچیان ډير وو خو بیا د شوروي اتحاد د واکمنۍ په وخت د دوی شمیر د نشت برابر شو.خو د اتیایمې لسیزې په پای کې چې کله شوروي اتحاد مات شو نو د منځنۍ اسیا هیوادونه هم سره بیل شول او له دغه بیلتون سره په یو شمیر هیوادو کې لکه قرغزستان کې اقتصادي ستونزې ډیرې شوې چې له دې سره هلته د کوچیانو شمیر ډير شو.

یوه ایرانۍ کوچۍ پر خپل اس د لوبې په سیالۍ کې
یوه ایرانۍ کوچۍ پر خپل اس د لوبې په سیالۍ کې
په عربي هیوادو کې هم کوچیان شته او د دې هیوادو په یو شمیر سیمو کې کوچیان د اقتصادي ستونزو له امله نه دې پيدا شوي.دعربي خلیج په شتمنو هیوادو کې سربیره پر دې چې د یو شمیر کوچیانو ژوند ډير ښه شوی دی یعني پیسې یې پیدا کړې دي خو لاهم کوچیتوب غوره ګڼي حتی په عربستان کې د سلطنتي کورنۍ غړي اوس هم له رپوټونو سره سم میاشتې میاشتې په بیدیاوو کې تیروي او کوچیتوب ژوند یې خوښ دی. عربان کوچیانو ته بدو وایي.او ایرانیان یې باده نشین بولي.

د نړۍ نور کوچیان ډير لږ له یوه هیواده بل ته ځي البته د تاریخ په اوږدو کې داسې نه و کله چې د هیوادو تر منځ پولې نه وې نو کوچیان چا نه ایسارول خو اوس ایراني کوچیان د ایران دننه له یوې سیمې بلې ته کډه کوي، دعربستان کوچیان همداراز د عربستان دننه ، د قطر، امارات او یو شمیر نورو عربي هیوادو کوچیان هم همداسې دي.د افغانستان او پاکستان تر منځ هم د فضل الرحیم مروت په وینا د کوچیانو تګ راتګ لږ شوی او ورځ په ورځ د دوی شمیر کمیږي، ځکه چې هڅه کوي چې ځایي شي.

د تبت کوچیانو خپله کېږدۍ په زرغون څړځای کې اړولېده
د تبت کوچیانو خپله کېږدۍ په زرغون څړځای کې اړولېده
که یو شمیر کوچیان په پاکستان کې ځایي شوی دی په افغانستان کې هم ګڼو کوچیانو مځکې اخیستې دي او سوداګرۍ ته یې مخه کړې ده خو د یو شمیر اټکلي سرشمیرنو له مخې یې شمیر لا هم شاوخوا پنځه میلیونو ته رسیږي.

د مشال رډيو د خپرونو په دې ځانګړې لړې به نور د کوچیانو په اړه واورې خو په دې خپرونې کې مو درته د کوچیانو د تاریخ په اړه وویل په نورو خپرونو کې به ددوې له خپلې خولې د کوچیانو او پوندو د ژوند سیاست ستونزو موسیکې په اړه ډیر څه واوری.

یو شمیر کوچیان په پاکستان کې ځایي شوی دی په افغانستان کې هم ګڼو کوچیانو مځکې اخیستې دي او سوداګرۍ ته یې مخه کړې ده خو د یو شمیر اټکلي سرشمیرنو له مخې یې شمیر لا هم شاوخوا پنځه میلیونو ته رسیږي.

د مشال رډيو د خپرونو په دې ځانګړې لړې به نور د کوچیانو په اړه واورې خو په دې خپرونې کې مو درته د کوچیانو د تاریخ په اړه وویل په نورو خپرونو کې به ددوې له خپلې خولې د کوچیانو او پوندو د ژوند سیاست ستونزو موسیکې په اړه ډیر څه واوری.
XS
SM
MD
LG