د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار کې پنځلس اورپکي نیول شوي،یو پکې قوماندان دی


سیدشا سقیم / کندهار


د کندهار د ملي امنيت رياست کارکوونکي وايي چې د پلټنو پر مهال يې د وسله والو يو تن جنګي قومندان د خپلو پېنځلسو ملګرو سره نېولى دى.

د چارواکيو په خبره په دې سربېره يې څلور تنه هدفي وژونکي او د سړک پر غاړو ماين خښوونکي هم نيولي دي چې زياتو ته يې په پاکستان کې روزنه ورکړل شوې ده.

د دولت د مخالفو وسله والو نيول شوى قومندان سيد رسول نومېږي، ده مشال راډيو ته وويل چې له تېرو دوو کالو را هسې يې د کندهار په ميانشين ولسوالۍ کې جنګيالي درلودل او پر حکومتي چارواکيو به يې بريدونه هم کول.

(( دوه کاله مخته زه د پينځلس نفرو قومندان وم يوه ورځي مي له دولت سره دوه ساعته جګړه وکړه، بل وار مي ملګرو له دولت سره سخته جګړه کړې وه، خو تلفات يې ماته نه وو مالوم ))

د عبدالقدير په نامه يو بل نيول شوى کس بيا وايي چې په يوه مياشت کې يې په کندهار کې يوه ځل جګړه کړې اودرې ځله يې د سړک پر غاړو ماينونه خښ کړي دي .

دى وايي د جګړو او ماين د ايښودلو روزنه ورته د پاکستان په ګلستان سيمه کې په يوه ديني مدرسه کې ورکړل شوې ده.

(( په يوه مياشت کي يي يو کلاکوف ماشين او څو شاجورونه راکړل يو وار مو جګړه وکړه او دري واري مي ماينونه خښ کړل. بيا زه ګلستان ته خپلې مدرسې ته بېرته لاړم . زمونږ مدرسه عربيه نصرت العلوم نومېده ))

د عبدالولي په نامه د کندهار د شاوليکوټ اوسېدونکی د نيولو شويو کسانو په ډله کې دى. دى وايي مونږ ته پنجابي استادانو تر پولې هاخوا په چمن سيمه کې کورونه په کرايه نيولي وو او د ماين جوړولو او ايښودلو چلونه يې را ښودل.

(( موسى کليم د طالبانو قومندان دى په چمن کې خپل سرايونه لري او هلته خلک روزي ، زه يې هم وروستم يو پنجابي استاد يي طالبانو ته ماين جوړول او ټوپک چلول ور زده کول ))

تر دې وړاندې هم په وار وار، په افغانستان کې نيولو شويو وسله والو ويلي دي چې د پاکستان په ځينو ديني مدرسو کې ورته د جګړې، ځانمرګي بريد او ماين جوړولو زده کړې ور کول شوې دي خو پاکستاني چارواکي يې په وار وار ادعاوې بې اساسه بللې دي.
XS
SM
MD
LG