د لاسرسي ځای

تازه خبر

دپاکستانیانو دسوچ او فکر انداز یو نه دی


سرچینه : ډان ورځپاڼه
ژباړه :منورشا

د ډان ورځپاڼې په دې مقاله کې لیکوال عامر رانا وايي پاکستان کې عمومي سوچ فکر یو نه دی ،او زیاتره خلک د خپلو روایاتو او حالاتو سره په سمون سوچ فکر لري، د مثال په توګه داسامه بن لادن د وژنې یو کال تېر شو خو نور هېواد څه چې په اېبټ آباد کې هم زیاتره خلک دا نه مني چې په ګاونډ کې یې په کلونو د دنیا تر ټولو لوی مطلوب سړی وسیدو، بلکه ځینې خلک خو داهم وايي چې په یولسم ستمبر نیویارک کې خونړي ترهه ګر بریدونه اسامه نه دي کړي او دا تش یو سازش دې.


عامر رانا لیکي هره معاشره خپل ځنې روایات، اقدار او اخلاقي فکرونه لري او کومه خبره چې دهغې سره سمون نه خوري نو که څه هم ټولنه او دهغې وګړي پویه وي چې رشتیا څه دي خو بیا هم حقیقت د خپل سوچ مطابق د وړاندې کولو هڅه کوي.

دا راز زیاتره هېوادونه هم د خپلو غلطو پالیسیو نه خبروي، چې نتیجې به یې ښه نه وي خو هڅه کوي چې خپلو روایاتو ته یې برابرې کړي، اود خپلو پوهانو وړاندیزونه شاته غورځوي.

نوموړی وايي، هم دا وجه ده چې امریکا د جمهوریت او انساني حقونو علمبرداره ده ، خو په جنګونو کې د نښتلو له وجې، دې لړ کې په سمه توګه ګامونه ، نشي پورته کولې.

بلخوا ،یو شمېر نور هېوادونه په څه نا څه شکل کې په جارحیت کې ککړ دي او دهغې په حق کې بیا دلیلونه هم لري. د مثال په توګه پاکستان کې ښه طالبان او بد طالبان هغه رویه ده چې په نتیجه کې یې دا هېواد د نا امنۍ سره مخ شوی دی. هم دا شان په نړیواله کچه هم دحقیقت پرځای د خپلې خوښې سوچ فکر او پالیسي خپلول په سفارتکارۍ او سیاست هم اثر غورځوي.

نوموړی وړاندې لیکی په دې هکله د پاکستان ولس ډېر سرګردانه دی چې یوې خوانه ورته مذهبي سخت دریځه او جهادیان خپل نظر وړاندې کوي او بلې خوا نه یې د حکومت او میډیا ځینې برخې د روښان فکره جوړولو هڅې کوي. او ولس پخپله غواړي چې د مذهب ترڅنګه د نړۍ سره دسیالۍ جوګه شي. یعنې دنړۍ د پرمختګ برخه جوړیدل غواړي خو د انسانی حقونو او نورو شخصي آزادیو ورکولو ته نه دی تیار. چې له وجې یې په هېواد کې روښان فکري کمیږي او سخت دریځي په زیاتېدو ده.

عامر رانا دپیس سټډيز په نامه دیوې څیړنیزې ادارې د رپورټ ترمخه وايي، پاکستان کې لویه مسئله دا ده چې د اسلام په نامه جوړ شوی خو پکې واکمن د اسلامي نظام نافذ کولو نه ډډه کوي، ځکه چې دوی ځنې هېوادونو ته په کتو سره فکر کوي، دا به ناکامه شي. او داراز هېواد دیو ملي پیژندګلو د ستونزې سره مخ دی.

دلیکوال په وېنا دې لړ کې حکومت، میډیا او مذهبي عالمانو ته پکار دي چې په شریکه داسې تګ لارې جوړې کړي چې په نتجه کې یې دا هېواد دروایاتو، مذهبي تړون او کولتور ترڅنګه دمنځ لاريتوب په لاره روان شي او دنړۍ سره سیال شي.
XS
SM
MD
LG