د لاسرسي ځای

تازه خبر

'خطر او دښمن د کور دننه دی'


ممتاز قادري د پنجاب ګورنر سلمان تاثیر وواژه او بیا ممتاز قادري ته وکیلانو د ګلانو هارونه ور پر غاړه کړل
ممتاز قادري د پنجاب ګورنر سلمان تاثیر وواژه او بیا ممتاز قادري ته وکیلانو د ګلانو هارونه ور پر غاړه کړل

ژباړه: شاهین بونیری، مشال راډیو
لیکوال: علي سلمان علوي
سرچینه: ډېلي ټایمز


په ډېلي ټایمز کې علي سلمان علوي لیکي: ((پر ځای د دې چې د پاکستان د امنیتي ستونزو له پاره موږ پر را او سي آی اې تور پورې کړو، باید موږ د خپل کور دننه وګورو او ځان پوه کړو چې اوس تره ګرو او سخت دریزو تنظیمونو زموږ په امنیتي ادارو کې ملګري پیدا کړې دي.))

لیکوال د ۱۹۸۰ م په لسیزه کې د پاکستان په خاوره د ترهګرۍ د توخم کرلو خبره کوي او لیکي چې اوس دغه تخم را لوی شوی دی او مېوې يې نیولې دي.

په پاکستان کې ترهګري د سپټمبر د ۱۱مې تر پېیښو وروسته نه ده شروع شوې.

تر دې پیښو وړاندې هم دلته یو شمېر سخت دریزه ګوندونه ول چې د فرقو پر بنیاد يې شیعه ګان، او له نورو اقلیتونو سره تړلي خلک وژل .

سلمان علوي لیکي، اوس دې وسله والو خپل اثر د پاکستان تر امنیتي ادارو او بیوروکراسۍ غځولې دی.

په ۲۰۰۷ کې د ایس ایس جي پر میس ځانمرګي برید، او په دې وروستیو کې د بنو جیل ماتېدل ښيي چې وسله والو ته معلومات د امنیتي ادارو دننه ملګري ورکوي.

همدا راز، د خپل محافظ له لاسه د پنجاب د ګورنر سلمان تاثیر وژنه ثابتوي چې د طالبانو فکر امنیتي ادارو ته ورننوتی دی.

لیکوال وړاندې لیکي باید داسې خلک په نښه کړل شي او امنیتي ادارې ورځنې پاکې کړای شي.

((ترکومه چې موږ دا خبره نه وي منلې چې خطر د کور دننه دی موږ به د ریاست پر ضد خلکو او ګوندونو ته ګټه رسوو. دا خلک نه یواځې د پاکستان دننه د ترهګرۍ له پاره یو شوي دي بلکې دوی د پولې هغه اړخ ته هم ترهګري کوي.))

سلمان علوي لیکي، نورو ته ګوتې نیول او له ریښتیا سترګې پټول ډېر اسان کار دی خو د کور دننه د دښمن مقابله اسانه نه ده.
XS
SM
MD
LG