په قبایلي سیمې باجوړ کې د جمعې د ورځې په ځانمرګي برید کې د وژل شویو شمېر ۲۸ ته رسېدلی دی. ل
حمله د امنیتي سر تېرو پر پوسته شوې ده. د چارواکو په خبره، حمله د باجوړ د مرکز خار په بازار کې شوې ده چې په کې ۷۶ کسان ژوبل هم دي.
تر دې پېښې وروسته په خار کې بازار تړل شوی او ولس د درې ورځو ویر اعلان کړی دی.
له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي، په پېښه کې څلور ماشومان هم وژل شوي چې ښوونځي ته روان ول. د ده په خبره، په دې چاودنه کې د لیوي امنیتي ځواک اته پوځیان وژل شوي چې په کې دوه افسران دي. په چاودنه کې د بازار دوکانونو ته هم زیان رسېدلی دی.