د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پبلک سروس کمیشن بلوچستان ضد لاریون




نیازموساخېل،کوټه

نن د زیارت په غرمه د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزیشن په کوټه ښار کې د بلوچستان پبلک سروس کمیشن مشراشرف مګسي پر ضد یو لاریون ترسره کړ.

لاریونګرو تور ولګاوه چې په تیرو څو امتحاناتو کې پبلک سروس کمیشن په درغلۍ خلکو ته نوکرۍ ورکړي. خو د کمیشن چارواکیوتورونه ردوي او له منلو یې انکار کړی.

لاریون د کوټي له ساینس کالج پیل شو او له بېلابېلو لارو د تیریدو وروسته،د پرېس کلب مخې ته پای ته ورسېدی.په دغه موقع د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزیشن مشرکبیر افغان مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل چي په صوبه کې زیارکښ او با صلاحیت ځوانان یواځي دغې ادارې یاني پبلیک سروس کمیشن باندي باور لیکن د یادې ادارې مشراشرف مګسي د غبن، درغلۍ او ناانصافۍ انتها کړې ده،” د کمیشن چیرمېن په پېسو نوکرۍ خرڅوي او څوک څه نه ورته وایي.بس د چا چي لاس رسۍ وشي،نو په سپارش یا پېسو دي ښه غټ ملازمت ترلاسه کړي او باقي حساب څوک کوي؟٬٬


د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزیشن یو بل مشرطیب خان بیا وویل چي پبلک سروس کمیشن،د کوم نوم چي د میرټ او انصاف لپاره یادیده،اوس یې هغه لړ نوم له لاسه ورکړی٫٫لوی ثبوت یو دا هم دی،چي د کمیشن مشراشرف مګسي د خپلې کورنۍ نږدې غړیو پر غټو غټو ملازمتونو لګوي٫٫ دا ثابته خبره ده چي د نوموړي یو زوی او لور سیکش آفیسر،یوه لور یې لیکچرره او خپله میرمنه یې په ۱۷ ګریډه کې د یو سکول مشره یا پرنسپله پر دندې ګمارلې.په دې سره آیا زموږ د خواري کشو او قابلو ځوانانو او بچیانو راتلونکۍ له تیارو سره نه شو مخامخ؟٬٬

خو د بلوچستان پبلیک سروس کمیشن ډپټي ډایریکټر،عبدالوحید د زدکونکیو د احتجاج او تورونو په ځواب کې وویل، کوم کسان چي په آزموینو کې پاتې راشي،هغوي خامخا وایي،چي دا وشو او ها وشو،خو که تاسو له هغو ځوانانو پوښتنه وکړی،کوم چي پر میرټ او د انصاف له اصولو سره سم لګیدلي،نو هغوي به په ښه توګه حال درکړي،چي په چا یې سپارښ کړی او چا ته یې څومره پېسې ورکړي؟

یاده دي وي،د ملک د نورو صوبو په شان،په بلوچستان کې هم پبلیک سروس کمیشن د ګریډ ۱۶ یا لوړو درجو نوکرۍ ورکولو لپاره د امتحاناتو اخیستلو مشهوره اداره ده او هر صوبایي حکومت د قانون له لاري پابند وي چي په کمیشن کې کامیابه شوي کاندیدانو ته نوکرۍ ور کړي،خو اوس د خلکو په وېنا،د میرټ او انصاف لپاره مشهوره ادارې باندي لګیدلې تورونه د هیرولو نه دي او دغو تورونو یقینًا د یادې ادارې حیثیت شکمن کړی دی.
XS
SM
MD
LG