د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې میشت ترهګر د افغانستان د سولې لپاره خطرلري


هارون باچا:مشال راډیو

واشنګټن - د امريکا دفاع وزارت د افغانستان د تېرو شپږو مياشتو د جګړې په اړه د دې هېواد کانګرس ته يو رپوټ وړاندې کړی،چې پکې په پاکستان کې ترهګر ډلې د افغانستان د پرمختګ او بیا رغونې پر وړاندې د يوه غټ خطر په توګه يادې شوي دي.
په رپوټ کې ادعا شوې چې طالب وسلوال او له القاعده سره تړلې اورپکې ډلې په په پاکستان کې محفوظ ځایونه لري ، په ګاونډي هیواد افغانستان کې بې ګناه خلک او دغلته نړیوال ځواکونه په نښه کوي.

د امريکا حکومت له تېر يو کال راهېسې، چې د دې هېواد خاصو ځواکونو د القاعده پخوانی مشر اسامه بن لادن د ايبټ اباد په ښار کې وواژه، د ترهګرۍ ضد نړيواله مبارزه کې د پاکستان کردار ته د شک په سترګه ګوري او ورڅخه يې په کلکه غوښتي چې په خپله خاوره د موجودو وسله والو ترهګرو پر ضد کوټلي ګامونه پورته کړي.

که څه هم د بن لادن له وژنې او وروستو بيا د تیر کال د نومبر په ۲۶مه د مومندو په سلله چيک پوسټ د امريکايي ځواکونو په بمباريو کې د ۲۴ پاکستاني عسکرو له وژل کېدو وروسته د امريکا او پاکستان اړيکې د کړکیچ سره مخامخ شوې، راپورونه وايي چې امريکا د پاکستان په قباييلي سيمو کې د ځای پر ځای شويو ترهګرو پر ضد د ډرون بريدونو لړۍ ته دوام ورکړی دې.

دا چې د پينټاګون دغه تازه رپوټ به د دواړو هېوادونو د مخکې نه خرابې اړيکې نورې څومره اغېزمنې کوي ؟ په اړه يې په واشنګټن کې د سيمې د چارو يو څېړونکي امتياز علي مشال راډيو ته وويل، (( تر دې مخکې هم امريکايي چارواکو په خپلو ويناوو او رپوټونو کې د پاکستان په خاوره د ترهګر ډلو د شتون مسله ياده کړې ده، او اوس مهال چې واشنګټن او اسلام اباد تر دا مينځ د خرابو اړيکو د بيرته پر ځای کولو هڅې کوي، نو زه فکر کوم چې د دې رپوټ انکشافات به يې مخه ونه نيسي))

د پينټاګون په رپوټ کې د ياغيتوب پر ضد د پاکستان د پوځ عمليات انتخابي بلل شوي، چې وايي ځينې ترهګر يې په ترڅ کې ځپل کېږي، خو ځینې نور، چې پاکستان يې د خپلو سټراټيژيکي ګټو لپاره مهم ګڼي ، په ازاده توګه خپل تروريستي فعاليتونه پر مخ وړي.

د پاکستان د پوځ د پالیسۍ په اړه بیا امتیاز علي وایي (( په سيمه کې د پاکستان د پوځ پاليسي د چا نه پټه نه ده، ځينو ترهګر ډلو سره دوی په جګړه بوخت دي او په ځينو يي بيا سترګې پټې کړي، لکه د حقاني شبکه او د افغانستان ځینې نورې ترهګرې ډلې، دوی له ډېر وخت راهېسې د پاکستان پر خاوره کې پټ دي، او پاکستان تر نن ورځې پورې د خپلې دغې تګ لارې نه لاس اوچت کړی نه دې، د امريکا او پاکستان اړيکې چې خرابې دي نو هم دا وجه يې ده چې امريکا وايي په افغانستان کې ورته دغه ډلې ستونزې جوړوي))

امتياز علي دغه راز د افغانستان د کشالې په حل کې د پاکستان مهم کردار ته په اشارې زياتوي چې امريکا نه غواړي ، په داسې حساس وخت کې چې له دغه هېواده د دوی ځواکونه د وتلو تيارۍ نيسي، له پاکستان سره يې اړيکې نورې هم بې باوره شي، او زیاتوي ((امريکا په سيمه کې د پاکستان د مهم کردار درک لګولۍ دې، دوی په دې پوهه دي چې پاکستان له طالبانو سره اړيکې لري، او د تېرو دیرشو کلونو راهېسې لګيا دي په سيمه کې د خپلو سټراټيژيکي ګټو لپاره هلې ځلې کوي، زما په فکر امريکا مجبوره ده چې د پاکستان پر وړاندې يوه نرمه پالیسي خپله کړي او هغه ځکه چې د افغانستان جګړه يو مهم پړاو ته داخله شوې او دا چې پاکستان پکې يو ارزښتناکه رول لوبولی شي))

پينټاګون په عين وخت کې په افغانستان کې د نیټو ځواکونو پر وړاندې د اکمالاتي لارو د تړلو د پاکستان په پرېکړې اندېښنه ښودلې چې وييلي يې دي له کبله به يې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د اېستلو بهير ښايي له يو لړ ستونزو سره مخامخ شي.
XS
SM
MD
LG