ژباړه: ګل ایاز، مشال راډیو
سرچینه: واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوسټ ورځپاڼي د ليکوال پيټر برګن د نوی کتاب ((د سپټمبر له ۱۱مې تر اېبټ اباده، د بن لادن لټون)) اقتباسات په مقاله کې ليکلي.
دا کتاب به د اسامه د وژنې د يو کال په پوره کيدو د مې په دويمه نيټه خپرېږي.
د ليکوال په وينا، د اسامه بن لادن له وژنې شپږ اوونۍ وړاندې د امريکا ولسمشر اوباما لوړ پورو سلاکارانو په دي بحث کولو چې آيا د اسامه پر کور بم وغورځوي او که له پاکستان سره په ګده عمليات وکړي.
بيا ځينو، چې د هغه وخت د دفاع وزير رابرټ ګېټس او د ځواکونو مرستيال مشر جنرل جيمز کارت رايټ په کې شامل ول، د وړوکي بم د غورځولو په حق کې ول، خو ځينو بيا دا دريځ درلود چې بم خطا کېدای شي او نړۍ ته به څنګه مالومه شي چې اسامه وژل شوي؟
د ورځپاڼي په وينا، د امريکايي ځواکونو پخواني مشر ايدمرل مايک ملن ليکوال پيټر برګن ته ويلي ول چې دوی خپلې ټولې هيلې له نوې او جديدې ټيکنالوژۍ سره تړلې وې چې له وخته مخکې وې او په ځینې وختونو کې کار هم نه کوي.
ورځپاڼه ليکي چې په نوي کتاب کې د امريکا د استخبارتی ادارې سي آی اې د ۱۰ کالونو هلو ځلو چې د اسامه د پټن ځای په اړه نا اميده شوي ول، او تر هغې چې اسامه په ايبټ اباد ښار کې شپږ کاله تېر کړي ول، تفصيل بيان کړی.
ليکوال پيټر برګن په کتاب کې ليکي اسامه آخري خبره خپلې څلورمې ښځې ته کړې وه چې رڼا ونکړي.
په دې کتاب کې له کوره د تر لاسه شويو اسنادو، چې څرګند شوي، تفصيل او له امريکايي لوړ پورو چارواکو سره مرکې شاملې دي.
ليکوال په کتاب کې ليکلي چې اسامه په اېبټ اباد کې ډېر آرام ژوند کاوه او ورسره وخت وو چې د کتابونو مطالعه وکړي او خبرونه به یې کتل.
د برګن په وينا، ((د نړۍ د تر ټولو مطلوب کس دا ژوند څه بد نه وو.))
ليکوال پيټر برګن وايي، دا څرګنده خبره ده چې ابو احمد ال کويتي اسامه سره په هغه کور کې اوسېده او د کويتی په وسیله اسامه ته رسېدلی وو.
په دې کې يوه خبره دا هم وه چې بد بوداره بم پر کور ورغورځوي نو په کور کې دننه ټول کسان به د بدبو له کبله باهر راوځي خو په هغه ځای کې موجود ايجنټان باوری نه وو چې دننه په کور کې څوک څوک دي.
ورځپاڼه د ليکوال پيټر برګن په وينا وايي چې ((د اپريل په ۲۸ نيټه اوباما له لوړ پورو سلاکارانو سره ليدلي وو او مرستیال ولسمشر جو بايډن او رابرټ ګيټس ورته ويلي وو چې دا عمليات له خطرو ډک دي او له پاکستان سره اړيکي هم ختمېدی شي. رابرټ ګيتس په دي خپل تحفظات ښودلي وو خو د دې غونډی په پايي کې ګيټس ولسمشر ته د کماڼدو آپرشن پر ځای په مخصوص ځای د بريد خبره کړې وه.))
پيټر برګن وايي کله چې اوباما د مې په لومړي نيټي د اپرشن رسمې اجازه ورکړه نو پر دي بحث کېدو چې آيا ولسمشر د ميډيا سره د شپي د ډوډۍ پرمهال غونډه وکړي او که عملياتو څار وکړي.