د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تورکیې کې له ښځو سره ناروا چلند


ژباړه: فرخنده وزیر، مشال راډيو

سرچینه: نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز په تورکیې کې د ښځو د ژوند په اړه لیکي، په دغه هیواد کې د ښځو سره داسې سلوک نه کیږي ، څنګه چې نړۍ ته ښودل کیږي.

نیویارک ټایمز د یوې ۳۷ کالنې ګوکسي کیسه د هغې له خولې بیانوي.

نوموړې وايي، له تیرو ۱۵ کالونو راهیسې له خپل خاونده تر هغې وروسته ځان پټوي، کله چې یوه ورځ یې اول دا ووهله، بیا یې ورته په پښو ډزې هم وکړې.

دا وایي، خاوند یې د دې مور او ورور هم وتښتول چې دا ترې مالومه کړي چې ښځه یې په کوم ځای کې ده.

ګوکسي چې دا یې خپل نوم نه دی وایي، یوه ورځ دا پولیس سټیشن ته ولاړه، چې غوښتل ی د خپل خاوند د وهلو او رویې خلاف ووایي، او دا چې دا د خپل خاوند سره نور وسیدل نه غواړي. خو پولیس چارواکو دا فیصله وکړه ، چې دا به هم خاوند سره ځي، او کله چې ددې خاوند دی پسې راغې، نو پولیسو ورته وو یل، ددې پښې ماتې کړه ، نو بیا به د کوره نه ووځي، او وایي دې سره هم داسې وشول.

ګوکسي وایې، د دوی ملک د ښځو په لومړي نمبر یو دښمن هیواد دی، چې د ښځو د مسلو حل ته هیڅ پام نه ورکوي، او زیاتوي، دا د ۱۴ کالو وه، چې خاوند به وهله ، او اوس د ۳۷ ده، د ښځو لپاره په یوې پنا ګاه کې ژوند کوي ، خو په زړه کې دا وېره ده، چې که هغه ولیده ، نو بیا به څه کېږي.

ورځپاڼه لیکي، په تورکیې کې ولسمشر عبدالله ګل یو بل لانجمن قانون منظوري ورکړه، چې تر مخې به یي یوه نجلۍ تر ۱۲ کالنۍ پورې ضروري تعلیم خو په سکولونو کې حاصلوي، خو تر ۱۲ کالنۍ وروسته به په کورونو کې د یو څه وخت پورې زده کړې کوي.

په دې قانون داسې نیوکي کیږي، چې له دې سره به د ماشومانو نجونو ودول زیات شي.

خو بیا عبد الله ګل دغه نیوکې ردوي، او وایي دی دا کوشش کوي، چې د تعلیم معیار له نورو هیوادونو سره یو شان کړي.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم تورکیې د یو سیکولر هیواد په توګه پرمختګ کوي، خو په ټولنه کې د سړو رویه له ښځو سره هغه شان نه ده څنګه چې باید وساتل شی.

د ملګرو ملتونو د د ۲۰۰۹ م کال یو رپورټ ښیي، چې تورکیې یو په هغه هیوادونو کې شامل دی چرته چې په ښځو تشدد زیات کیږي، او زیاتوي په تورکیې کې ۳۹ فیصدي ښځې د کورني تشدد سره مخامخ دي.

په ۲۰۰۱م کال کې د تورکیې د قانون وزیر پارلیمان ته د یو سوال په ځواب کې وویل، په کال ۲۰۰۲م کې ۶۶ ښځي وژلی شوې وي، او په ۲۰۰۹م کال کې دغه شمیره ۹۵۳ ته ورسېده ، چې دا د اندیښنې وړ خبره ده.
XS
SM
MD
LG