د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په جنوب کې یو بهرنی سرتېری وژل شوی


په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې ايساف ځواکونه وايي چې د اپرېل پر ۲۸مه يې د دې هیواد په جنوب کې په يوه بمي چاودنه کې يو سرتېرى وژل شوى دى.

د ايساف ځواکونه په دې اړه په خپره کړې اعلاميه کې دا نه دي ویلي چې دا وژل شوی سرتېری د کوم هیواد وو او د هغه د وژل کېدو پېښه په کوم ځای کې رامنځ ته شوېده.

په افغانستان کې د روان ۲۰۱۲ز کال پر مهال، لا تر اوسه، شاوخوا ۱۳۵ بهرني سرتېري وژل شوي دي چې زیاتره يې امريکايان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG