د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: پر ولایتي مقام برید، ۲ وسله وال، ۲ پولیس وژل شوي


سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار-
چارواکي وايي د کندهار ولايت مقام ته ننوتي غبرګ ځانمرګي بريد کوونکي يې وژلي دي او په چاوېدونکيو توکو بار هغه موټر او زرنج رکشه يې هم خنثى کړي چې د ولايت مقام ته څېرمه درول شوي وو.

دوه تنه ځانمرګي بريد کوونکي نن غرمه د يولس نيمو بجو په شاو خوا کې د کندهار ولايت مقام ته ننوتي وو چې وروسته يې بيا د والي له ساتونکيو او پوليسو سره نښته هم کړې وه.

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا مشال راډيو ته وويل چې ځانمرګي بريد کوونکي چې وسلې او چاودېدونکي توکي هم ورسره وو تر دوو تلاشيو ور تېر شوي وو او په دريمه تلاشي چې پوليس پېژندلي وو چې وروسته بيا نښته هم شوې ده .

دى وايي ځانمرګيو دوه تنه پوليس وژلي او د هغوى په ټوپکونو يې له پاتې سرتېرو سره جګړه کړې ده.

د والي په خبره د بريدونو پر مهال په ولايت مقام کې د اداري اصلاحاتو ازموينه هم اخيستل کېده.

(( تر دوو تلاشيو څخه را تېر شوي وو . په دريمه تلاشي زمونږ د امنيتي کسانو له خوا دوى تشخيص شول او بيا پوليس دوى له مينځه يوړل، په دغه بريدونو کې زمونږ دوه تنه سرتيري وژلي او يو بل ژوبل کړى دى چې دا مهال تر درملنې لاندې دى))

د والي ويسا په خبره ځانمرګيو بريد کوونکيو له ځآنونو سره يوه په چاودېدونکيو توکو بآر زرنج رکشه او يو موټر هم راوستي وو چې غوښتل يې تر بريد وروسته يي ولايت مقام ته په راتلونکيو پوليسو ورچوي خو پوليس موټر او رکشه پېژندلي دي او خنثى کړي يې دي.

د ده په خبره په وژلو شويو کسانو ځانمرګيو کې يو تن يې جاويد نومېږي چې يوه اونۍ وړاندې هم د کندهار ولايت مقام ته راغلى وو او دوى ته يې يوه عريضه هم راوړې چې په باګرام کې د دوى بندي ورور ورخوشي کړي .

د کندهار امينه قومندان جنرال رازق وايي چې که څه هم تر دوو تلاشيو د ځانمرګيو تېريدل د دوى کمزوري ده خو وايي پوليسو بيا هم په ډېره مېړانه د ځانمرګيو مخه ونيوله چې زيات کسان وونه وژني.

رازق وايي ځانمرګي ډېر وړې تمانچي له ځانونو سره په بوټونو کې د ولايت مقام ته ننه ايستې وې.

(( رښتيا هم دا زمونږ ناکامي ده چې دوى راڅخه را تير شول خو مونږ بيا هم نا کامه نه يو ځکه دوى مو په ډېر لږ وخت کې له مينځه يوړل او بل دا چي ځانمرګيو په بوټونو کې ډېرې وړې تمانچې را تېرې کړې وې. پوليس خو داسې هم نه شي کولاى چې له خلکو بوټونه وباسي په لوڅو پښو يې را روان کړي وي ))

که څه هم تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې به د ورته بريدونه مسوليت دوى مانه .

دې وړاندې هم د کندهار پر ولايت مقام د ځانمرګيو ډله ييز بريدونه شوي دي .

څو ورځې وړاندې په کابل ، لوګر او پکتيا کې هم په يوه ورځ د ځآنمرګيو ورته بريدونه شوي وو چې ګڼ شمېر کسان پکې مړه او ټپيان شوي وو .
XS
SM
MD
LG