د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې وسله وال نیول شوي


د افغانستان پکتيکا ولايت سيمه یيز چارواکي وايي، چې افغان او ناټو ګډو ځواکونو د اپرېل پر ۲۷مه د دې ولايت د يوسف خيلو ولسوالۍ په ګاونډ د غزني ولايت د ګيرو ولسوالۍ په بېلا بېلو سيمو کې ځانګړي عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې پنځه تنه وسله وال مخالفین د مخامخ جګړې پر مهال نيولي دي.

د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان وايي، چې د دې ولايت د ملي امنيت ادارې د يادو نيول شويو کسانو په اړه کشفي راپورونه درلودل او له نيول شويو کسانو دوه تنه د جګړې پر مهال ټپيان شوي هم دي. ده مخلص په وينا له نيول شويو کسانو يو ۸۲ ملي متري توپ، يوه داهشکه، يوه پيکا، څلور کلاشنکوفونه، دوه مخابرې او يو شمير نور مهمات افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

وسلوالو طالبانو تردې مهاله په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG