د لاسرسي ځای

تازه خبر

له باړې د کډوالو شمېر له ۲ لکه زیات شو


په پاکستان کې د ملګرو ملتونو کډوالو اداره (یو این ایچ سي آر) وايي، د قبایلي سیمې خیبر له باړې د بې کوره شویو کسانو شمېر شا و خوا دوه لکه او ۸۰۰۰ ته رسېدلې ده.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي، دا کډوال زیاتره د نوښار د جلوزو په کیمپ کې رجسټر کړل شوي دي.

اداره وايي، پر دې سر بېره چې دا بې کوره شوي کسان د جلوزو په کیمپ کې رجسټر دي، خو زیاتره یې بیا په جلوزو کې نه پاتې کېږي.

دا کډوال بیا په پېښور او داسې نورو ښارونو کې د کرایې په کورونو او یا هم له خپلو خپلوانو سره اوسي.

په باړې کې له درو کالونو راهیسې د وسله والو پر ضد د پاکستاني پوځ عملیات روان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG