د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر فیصلې وروسته 'ګیلاني د وزیر اعظم په توګه نه منو'




اسلام اباد / پراګ - د پاکستان د حزب اختلاف د لوی ګوند مشر نواز شریف ویلي، د سپریم کورټ تر فیصلې وروسته یوسف رضا ګیلاني د وزیر اعظم په توګه نه مني.

د هیواد ستر عدالت د پنجشنبې پر ورځ (د اپرېل ۲۶مه) یوسف رضا ګیلاني د عدالت د سپکاوي د تور په مقدمې کې مجرم ګرځولی وو.

د اپرېل پر ۲۷مه په لاهور کې د مسلم لیګ نواز ډلې د مشرانو تر بیړنۍ غونډې وروسته نواز شریف خبري کنفرانس کې ګواښ کړی چې که چېرې وزیر اعظم څوکۍ پرېنږدي نو دی به د پارلېمان دننه او د باندې احتجاج پیل کړي.

د ده په وینا، د سپریم کورټ تر پرېکړې وروسته اوس هیواد پرته له حکومته چلېږي.

هلته بیا د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني قامي اسمبلۍ یا د هیواد ولسي جرګې ته د وینا پر مهال وویل، د ده له دندې د لرې کولو پرېکړه سپریم کورټ نشي کولای بلکې دا کار یواځې د قامي اسمبلۍ سپیکر کولای شي.

پر ګیلاني تور وو چې د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري پر ضد یې د سوېټزرلینډ چارواکو ته لیک نه وو استولی.

د دې لیک موخه د هغو مقدمو بیا خلاصول ول چې په کې پر زرداري تور دی چې د درغلۍ پیسې یې په سوېټزرلینډ کې ساتلې دي.

ګیلاني په دې ځواب کې ویلي ول چې ولسمشر استثنا لري.

همدا راز، د پخواني ولسمشر جنرال پروېز مشرف په وخت کې د قامي پخلاینې یو قانون راغلی وو چې په کې هغه ټول کسان بښل شوي ول چې درغلي یې کړې وه.

بیا په ۲۰۰۹ز کال کې سپریم کورټ دا قانون رد کړی وو او په دې توګه د زرداري په ګډون ټولو سیاسي مشرانو ته ورکړل شوې بښنه هم بې اثره شوې وه یانې د دوی پر ضد باید بیا د درغلۍ مقدمې خلاصې کړل شوې وای.

خو د پاکستان حکومت د عدالت دا امر و نه مانه چې د ګیلاني پر ضد دې مقدمې پیل کړي.

د پاکستان حکومت دا دریځ خپل کړ چې د ایین تر مخې ولسمشر هیڅ کس مقدمې ته نشي کش کولای.

د پاکستان دې لوړ عدالت بیا وویل، ګیلاني د عدالت حکم نه دی منلی نو د عدالت سپکاوی یې کړی دی.
XS
SM
MD
LG