پراګ - د اسامه بن لادن د کورنۍ غړي له پاکستانه، سعودي عرب ته استول شوي دي.
چارواکي وايي د اسامه دري کونډې او ماشومان په يوه الوتکه کې د اپرېل د ۲۷مې پر سهار وختي واستول شو.
د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن تېر کال (۲۰۱۱) د مې پر دويمه نېټه د امريکا ځانګړي ځواکونو په يو بريد کې وژل شوی وو، چې تر دې وروسته، پاکستان د اسامه کورنۍ غړي په حراست کې اخیستي ول.
څېړونکې وايي، يو ځل چې دا کورنۍ له پاکستانه ووځي نو هغه تفصيلات څرګندولای شي چې څنګه د نړي تر ټولو مطلوب کس په پاکستان کې کالونه تير کړل او کېدای شي چې د پوځ او يا هم د استخباراتي ادارې ځينې کسانو ورسره مرسته کړې وه.
د اسامه له کورنۍ، د پاکستان استخباراتي اداري پلټنې کړې دي او عدالت تېره مياشت دې هيواد ته په غير قانوني توګه په ننوتو سزا واوروله چې په پوره کېدو یې کورنۍ بیرته واستول شوه.
د مې د دویمې تر دې پېښې وروسته د پاکستان و امریکا اړیکي خراب شول او بیا داسې نورې پېښې وشوې چې اړیکي یې ورپسې نور خراب کړل.