د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې تازه پوځي عملیات او د پخوانیو کډوالو حال


تر دې مخکې هم له کورمې کورنۍ بې کوره شوې دي
تر دې مخکې هم له کورمې کورنۍ بې کوره شوې دي

مجید بابر، مشال راډیو

پراګ -
د قبایلي سیمې منځنۍ کورمې ۱۲ کلیو اوسېدونکو ته حکومت ویلي، ژر تر ژره دې خپل کورونه پرېږدي ځکه چې په دې سیمه کې د پاکستان پوځ د وسله والو پر ضد عملیات کول غواړي.

په سیمه کې بهرني وسله وال

د منځنۍ کورمې د سیاسي انتظامیې مرستیال مشر (اسېسټنټ پولیټیکل اېجنټ) اسد سرور مشال راډیو ته وویل، دا تازه عملیات یواځې د ځايي وسله والو پر ضد نه دي، بلکې په دې سیمه کې چیچن، اوزبک، عرب او له نورو وسله والو ډلو سره تړاو لرونکي ترهګر ور غونډ شوي دي.

اسد سرور وویل، دا مهال پوځ له اورکزیو، خیبر او منځنۍ کورمې په درې اړخیزه عملیاتو کې مصروف دي، او پوځ پر مختګ کوي، چې دا سیمې له وسله والو پاکې کړي.

د عامو وګړو مرګ ژوبله

د پاکستان د پوځ له وینا سره سم، تر دې مهاله په قبایلي سیمو کې د وسله والو پر ضد له ۱۰۰۰ زیات لوی او واړه عملیات شوي دي.

د قبایلي سیمو د چارو دفتر چې په پېښور کې دی او فاټا سیکرېټرېټ ورته وايي، د شمېر تر مخه دا مهال په دې عملیاتو کې ۴۱۶۳ عام وګړي وژل شوي، او ۵۳۴۶ عام وګړي په کې ژوبل شوي دي.

په کورمه د عامو وګړو تر څنګ امنیتي سرتېري هم وژل شوي دي
په کورمه د عامو وګړو تر څنګ امنیتي سرتېري هم وژل شوي دي
​د قبایلي سیمو له پاره د ناورینونو پر وړاندې د انتظام ادارې (ایف ډي ایم اې) له مشر ارشد خانه مو پوښتنه وکړه چې ایا له ځپل شویو کسانو سره حکومت مرستې کړې دي او که نه؟

ده مشال راډیو ته وویل، دا د حکومت پالیسي ده چې د هر وژل شوي کس کورنۍ ته درې لکه روپۍ، د زیاتو ژوبلو شویو له پاره یو لک او د لږو زخمي شویو کورنیو ته ۵۰ زره روپۍ ورکوي.

د ده په خبره، که چا ته دا مرستې نه وي ورکړل شوي نو هغوی دې د قبایلي سیمو له پاره د قانون له سېکرټر سره اړیکی وکړي.

ژر تر ژره دا امتحان ختم شي!

ارشد خان وايي، په کورمه کې د بې کوره شویو خلکو له پاره دوی د سدې له ښاره شپږ کیلو میټره لرې د نیو دراني په نوم د کډوالو کیمپ جوړ کړی دی چې په کې دا مهال ۳۵۰۰ کورنۍ مېشتې دي.

ده وویل، له دې علاوه د سدې ښار په شا و خوا سیمو کې ۱۱ زره کډوال اوسي.

په نیو دراني کیمپ کې مېشت د منځنۍ کورمې یو کډوال حاجي زمان وايي، په خپله سیمه کې یې د دوایانو دوکان وو، او ژوند یې ښه تېرېده.

دی له خپلې کورنۍ سره په کیمپ کې اوسي او څلور بچي یې دي.

حاجي زمان وايي، بچي یې پخوا سکولونو ته تلل، خو اوس په کیمپ کې ښوونځی نشته نو د ماشومانو تعلیم ته فکر وړی دی.

حاجي زمان زیاتوي، دا بې کوري او در بدري د ((خدای تعالا له خوا یو امتحان دی)) او دوعا کوي چې ((ژر، تر ژره دا امتحان ختم شي.))
XS
SM
MD
LG